.jpg)
د ننګرهار د ملي راډیو تلوېزیون امر امین الله زهیر وايي، د دوی پر دفتر پروني ډلهییز برید کې د راډیو او ټلوېزیون ټول ارشیف له منځه تللی او ودانۍ ته يې هم سخت زیان رسېدلی دی.
امین الله زهیر سلام وطندار ته وویل، سلګونه زره افغانۍ زیان یې لیدلی، خو د کره شمېرې په اړه یې اوس څه نه شي ویلای.
په دغه برید کې د راډیو او ټلوېزیون شپږ بېلابېلې موټرې هم تخریب شوي دي.
دغه راز برید کې د راډیو، ټلوېزیون ودانۍ او وسایلو سربېره د شاوخوا مارکېټونو او هټیو ته هم ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.
د حاجي دادګل په نوم د یوې سوداګریزې ودانۍ مالک سلاموطندار ته وویل، د تېرې ورځې برید له امله نږدې یو میلیون افغانۍ زیان ورته رسېدلی دی.

دی وايي، د چاودنې ضربې له امله د ودانۍ توکي مات شوي او دغه راز ودانۍ هم په ګولیو لږېدلې ده.
د ننګرهار ملي راډیو، تلوېزیون ودانۍ ته څېرمه د یو هټۍ مالک نظیفالله وايي، د برید له کبله یې په هټۍ کې موجود توکي مات شوي او شاوخوا ۳۰۰ زره افغانۍ زیان ورته اوښتی دی.
د شېرشاه په نوم یو بل هټیوال وویل، د تېرې ورځې برید کې ورته سل زره افغانۍ زیان رسېدلی دی.
دوی وایي، یو حکومتي پلاوی د برید له کبله د اوښتي زیان معلومولو لهپاره ورغلی و؛ زیاتوي، باور نه لري، چې حکومت به دوی سره مرسته وکړي.
د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼی بیا وايي، پروني برید کې راډيو، ټلوېزیون او شاوخوا هټيو او ودانیو ته د اوښتي زیان معلومولو په پار یې یو پلاوی ټاکلی، څو معلومه کړي؛ دغه برید څومره مالي زیان اړولی دی.
.jpg)
دی وايي، هڅه یې ده، چې ژر تر ژره د راډیو، ټلوېزیون نشرات پیل او ورپسې اړین مواد ورته وروړي.
خوږیاڼي وویل، په دویم قدم کې ولایتي اداره دغه برید کې د راډیو ټلوېزیون ځاني زیان لیدونکو ته د بېړنیو او دوامداره مرستو پلان لري؛ خو نورو زیان لیدونکو کسانو ته یې د اوښتي تاوان د ورکړې په اړه څه ونه ویل.
ننګرهار کې پر ملي راډیو، تلوېزیون د داعش وسله والې ډلې پروني برید کې د دوه سرتېرو په ګډون شپږ کارکوونکي او څلور بریدګر وژل شوي وو او همدا راز د اوو سرتېرو په ګډون ۱۷ ولسي وګړي ټپيان شوي وو.
.jpg)





