د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر کمالالدین یاور سلام وطندار ته وویل چې طالبانو تازه وختونو کې ۳ ښځې د ټیلیفوني خبرو او بېمحرمه ګرځېدو پر تور په دُورو وهلې دي.
د جوزجان د امنیت امر په وینا، دا پېښه د دې ولایت د قوشتپې ولسوالۍ په چهارسای کې ـ چې د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمه ده ـ شوې.
ښاغلی یاور زیاتوي چې طالبان ښځو او ډیموکراسۍ ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او هر وخت ښځې ځوروي او ظلم ورسره کوي.
له بلېخوا په جوزجان کې د بشري حقونو ساحوي دفتر مسووله مغفرت صمیمي پهدې ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي له زیاتېدو اندېښنه ښيي او وایي چې په روان کال کې له ښځو سره تاوتریخوالی ۷۰ سلنه زیات شویدی.
اغلې صمیمي زیاتوي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې له پېښېدونکیو تاوتریخوالو هېڅ اطلاع نهلري چې ځېنې موارد د ښځو په قتل هم پای ته رسېدلي ځکه چې طالبان په ښځو هېڅ ډول رحم نهکوي.





