
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني سلام وطندار ته وویل، چې ۲ځانمرګي په هوايي ډګر کې یو ښوونځي ته ختلي او له هغه ځایه د ملي اردو پرځواکونو ډزي کوي.
دده په قول، سیمه کلابنده ده او نور جزییات په لاس کی نه لري.
یوې بلې امنیتي سرچینې، چې نه غوښتل نوم یې یاد شي؛ سلام وطندار ته وویل، په دغه برید کي ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
د سرچینې په قول، په دې مرګ ژوبله کې ځایي هټیوال هم شامل دي.
د جګړې په سیمه کي دوکانونه، ښوونځي، د دارالمعلمین الحاقیه او ځېنې نورې ودانۍ سوځېدلې دي.
په یاده سیمه کې د ملي اردو، سرحدي زون او د بهرنیو ځواکونو استوګنځي هم شته.
یوې بلې سرچینې هم د نوم نه ښوولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چي وسله والو ځانمرګو بریدګرو د ملي اردو د یو افسر پر کورنۍ یې یرغل کړی دی. پر وینا یې، لومړۍ هڅه یې د دې کورنۍ د ماشومانو او ښځو راخوشې کول دي.
هوايې ډګر کې راغلي مسافرین بند پاتې دي او اجازه نه ورکول کېږي، چي له هوايي ډګر نه ووځي.
وسله والو طالبانو د پېښې مسوولیت پر ځان منلی او د هغو لسو تنو وسله والو ځانمرګو بریدګرو، چې د ملي اردو یونیفورمونه يې اغوستي، تصویرونه خپاره کړي، چي دا مهال له دولت سره په دې سیمه کې پر جګړه بوخت دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ويلي، چې په دې جګړه کې زیات کورني او بهرني عسکر او لوړپوړي مسولان وژل شوي، خو د والي ویاند دا خبره نه مني.





