داود شاه سبا: که کانونو ته جدي پاملرنه و نه شي، نو ستر کړکېچ به رامنځ ته شي

د کانونو او پطرولیم وزیر داوود شاه سبا خبرداری ورکوي، چې که د هېواد کانونو ته جدي پاملرنه ونه شي، نو د دولت داشان ناغېړي به په هېواد کې د ستر کړکېچ رامنځ ته کېدو لامل شي.

نوموړی، چې نن دوشنبه ( ۲۰۱۵ زېږدیز/ جون ۸) يو ځل بیا د ولسي جرګې تالار ته را غوښتل شوی وو، څو د کانونو او په دې اړه د شويو تړونونو په اړه د دوی پاتې شويو پوښتنې ځواب کړي.

داود شاه سبا وویل، چې د کانونو په برخه کې په شته قانون کې د ستونزو ترڅنګ اوسنی امنيتي وضعيت د بلې لويې ستونزې په توګه په ګوته کولی شو.

د کانونو او پطرولیم وزیر زیاته کړه، د کانونو په قانون کې داسې شرط نه دی راغلی، چې که د کان د تړون کونکي په ټاکل شوي وخت کې او یا هم کومې ژمنې چې یې کړي دي په هغو ولاړ ونه وسي، نو دولت حق لري، چې دا تړون فسخه کړي.

هغه وايي، د کانونو او پطرولیم په وزارت کې هم کومې کړنلارې نه شته او له امنیتي پلوه نوی ګواښ رامنځ ته شوی، چې داعش دی او د هغوی هدف اقتصادي زیرمې دي.

داود شاه سبا زياتوي، د حاجيګک د کان په اړه د وړونکو کمپنيو ضمانت هم تر ۲۰۱۳ م زېږدیز کاله پورې وو او افغان دولت حق نه لري، چې له دغو کمپنيو سره مذاکرات پېل کړي.

 د کانونو او پطروليم د وزیر په وينا په یو شمېر تړونونو کې تېروتنې هم د دوی پر مخ لوی خنډ دی.

د کانونو وزیردا مني، چې ځینې  کانونه اوس هم په نا قانونه توګه را ایستل کیږي او قيمتي ډبرې نورو هېوادونو ته قاچاق کيږي.

هغه د لاجوردو په اړه وویل، هڅه کوي چې یوګډ دولتي او د خصوصي سکټور شرکت جوړ شي، څو وکولی شي په افغانستان کې دننه د پلورلو او تولید زمینه برابره کړي او دا مرکز افغانستان ته راولیږدول شي.

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، د وزیر په ځوابونو کې د کانونو په اړه ډیر واقعیتونه په ډاګه شول، چې زياتې ستونزې په حکومت او تړونونو کې وې او د جرګې اړوند کمېسیون ته یې دنده وسپارله، چې د حل لارو په اړه یوه طرحه جوړه کړي.

له وړاندې تېره اوونۍ هم د کانونو او پطروليم وزیر د ماليې وزیر سره يوځای د ولسي جرګې عمومي غونډې ته استجواب شوی وو، چې بیا د نوموړي توضیحات د پارلمان له پاره کافي ونه بلل شوې او د جرګې د تالار له لوري يې د بیا را بللو پريکړه وشوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام