
د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې په پلازمېنه کابل کې د ملي دفاع وزارت ودانۍ ته څېرمه په شوي انتحاري برید کې ۱۲ تنه وژل شوي دي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دې خبر ددې خبر د پخلي ترڅنګ سلام وطندار ته وویل، چې په ټپي شویو کسانو کې د ملي دفاع وزارت ۳ تنه مامورین هم شامل دي.
وزیري وویل، چې د ژوبلې دغه شمېر کره نه دی، ښايي، چې بدولون په کې راشي.
دغه برید نن (شنبه) شاوخوا درې نیمې بجې رامنځته شوی و.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رییس محمد اسماعیل کاووسي وايي، چې د پېښې له سیمې یې وزیراکبرخان روغتون ته ۸ ټپیان وروړل شوي دي.

دی وايي، چې په وروړل شویو کسانو کې دوه تنه یې مېرمنې دي.
تر اوسه پورې د برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
په مرکز کابل کې د ملي دفاع وزارت ودانۍ ته څېرمه په داسې حال کې دغه برید کېږي، چې د کونړولایت مقام ته څېرمه د شهیدانو پارک مخې ته نن (شنبه) سهار ۹نیمې بجې یوه ځانمرګي برید ګر په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه ،چې په پایله کې یې ۱۳ کسه ووژل او ۴۰ نوریې ټپیان کړل.





