د ۴ میاشتني ماشوم په اورڼي کې د چاودېدونکیو توکیو ځای پر ځای کول

د کندوز ولایت د ملي امنیت ریاست وايي، د یو ماشوم مور او پلار یې نیولي چې د خپل ۴ میاشتني ماشوم په اورڼي کې یې مقناطیسي ماین  ځای پر ځای کړی و او ښار ته یې لېږدولو.​

د ملي امنیت ریاست په خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي عبدالمتین او د هغه مېرمن یې له درېیو نورو ترهګرو سره هغه مهال ونیول چې د امام صاحب ولسوالۍ له اقي بای کلي د کندوز ښار  ته ورتلل.

په خبرپاڼه کې راغلي دي نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې منلې ده، چې د طالبانو د یو سرګروپ خېرن نومي قوماندان په امر یې په کندوز ښار کې په یو نظامي ګاډي ترهګریز برید کولو.

خبرپاڼه زیاتوي د ماشوم په اورڼي کې ځای پر ځاي شوي چاودېدونکي توکي خنثا شوي دي او یو عراده موټر سایکل هم امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام