داعش وسله‌والو څو تنه له قوش‌تپې وړې دي

داعش وسله والو د جوزجان ولایت په قوش تپې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو لېږد ۴ موټر درولي؛ هټیوال او موټر چلوونکي یې له ځانه سره وړي دي.

د قوش تپې ولسوالۍ ځايي چارواکي د دې خبر پخلی کوي او وايي، د درزاب ولسوال د داعش ډلې اړوند نفتي توکو موټر درولي وو او په غبرګون یې نن ګهیځ دې ډلې په قوش تپې کې دغه موټر او خلک له ځانه سره وړي دي.

د قوش تپې سرپرست ولسوال بای مراد سلام وطندار ته وویل، داعش ډلې د خوراکي توکو څلور موټر له ۱۵ تنو هټیوالو او موټر چلوونکو سره د دې ولسوالۍ چقمه چقر سیمې ته لېږدولي دي.

دی وايي، داعش ډلې ویلي تر هغې به نیول شوي کسان ورخوشې نه کړي ترڅو د درازب ولسوالۍ له لارې سردرې کلي ته یې د دې ډلې د نفتي توکو لېږد اجازه ورکړي نه وي.

خو د درزاب ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، داعش ډلې د دې ولسوالۍ د خوراکي توکو لېږد څلور موټر له چلوونکو او هټیوالو سره د نامعلوم لامل له مخې د قوش تپې چقمه چقر سیمه کې نیولي او وړي دي.

د درزاب ولسوالۍ رحمت الله حشر وايي، تراوسه د نیول شویو هټیوالو او موټرچلوونکو برخلیک معلوم نه دی.

د قوش تپې ولسوال په خبره، څه وخت مخکې د درزاب ولسوال د دې په خاطر چې د دولت وسله وال مخالفین نفتي توکو ته لاس رسی ونه لري؛ د دې ولسوالۍ له لارې یې د درزاب سردرې کلي ته د نفتي توکو په لېږد بندیز ولګولو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام