اجرايوي ریاست: د غوراوي کمېټه باید ژر تر ژره کار پېل کړي

اجرايوي ریاست وايي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون غوراوي کمېټه باید  ژر تر ژره خپل کار شروع کړي، په داسې حال کې چې ولسمشرۍ مانۍ ددې کمېټې د نه بشپړېدو خبر ورکوي.

د اجرايوي ریاست د ویاند مرستیال اصف اشنا رسنيو سره په خبرو کې د غوراوي کمېټې د کار ځنډ لامل د پارلماني ټاکنو ځنډ په ګوته کړ.

تېره اونۍ د ټاکنیز سمون د کمېسيون له لوري د غوراوي کمېټې له پاره ۷ تنه وپيژندل شول، د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي سلام وطندار ته ویلي و، چې ددې کمېټې له پاره سترې محکمې، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، د بشري حقونو، د اساسي قانون د تطبیق د نظارت کمېسيونونواو دخبریالانو، مدني فعالانو لخوا د غړیتوب له پاره کسان ور پېژندل شوي دي.

ټاکل شوې دغه کمېټه د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو له پاره لېست جوړ کړي او بیا یې ولسمشر ته وړاندې کړي.

خو په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه پورې د غوراوي کمېټه بشپړه شوې نه ده.

هاشمي زیاته کړه، چې د غوراوي کمېټې له پاره اوس مهال په انتصابي ډول غړي پيژندل شوي، چې دا کار باید په ټاکنیز شکل ترسره شي.

په داسې حال کې چې هاشمی د غوراوي کمېټې د کار پېل نېټه ځانګړې نه کړه، خو ویې ویل، چې د مدني ټولنو او بشري حقونو دکمېسيون له لورې د غړو له بیا ټاکنې وروسته به پېل شي.

 دین محمد ګران، نادر هوتک، لطف الرحمان، فهیم دشتي، نعیم ایوب زاده، زرقا یفتلي او احمد ضیا لنګري په ترتیب سره د سترې محکمې، د اداري اصلاحاتو، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسيونو، رسنيو، مدني ټولنو، د ښځو دحقونو د دفاع ټولنو او د بشري حقونو دخپلواک کمېسيون لخوا د دې کمېټې د غړو په توګه پېژندل شوي وو.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون د ولسمشر په ځانګړي فرمان سره د روان کال د چنګاښ میاشتې په پای کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو له پاره رامنځته شو

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام