.jpg)
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد سلام وطندار سره په مرکه کې ویلي، چې د ملي یووالي حکومت دې ته چمتو دی، چې د وسله والو طالبانو له ډلې نه د ټولو بېلو شویو هغو وسله والو ډولو سره خبرې وکړي، چې د سولې د خبرو پلوي دي.
ازاد له ټولو وسله والو ډلو نه غواړي، چې د خبرو اترو مېز ته کېني او د یوې غوره تګلارې په وسیله به د تل پاتې سولې خاوندان شو.
د افغان سولې په اړه څلور اړخیزه غونده نن (دوشنبه) په اسلام اباد کې د پاکستان، امریکا، چین او افغانستان هېوادونو د استازو په ګدون پیل شوه.
په دې غونډه کې به د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیل په اډانه بحث وشي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرسیتال وايي، چې د چین او امریکا هېوادونو د استازو ګډون په دې غونډه کې خورا مهم دی او دغه هېوادونه له پاکستان سره نېږدې اړیکې لري.
د ده پر خبره، دغه هېوادونه کولای شي، پر پاکستان فشار راوړي، چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.
د امریکا او چین هېوادونه په دې غونډه کې د څار رول لري، چې د پاکستان پر هغو ژمنو څارنه وکړي، چې طالبان افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي.
.jpg)
همدارنګه ولسي جرګې هم نن په پاکستان کې د څلور اړخیزې غونډې په اړه بحث کړی دی او له هغې یې ملاتړ اعلان کړی. دوی هیله من دي، چې د سولې دغې څلور اړخیزې غونډې او راتلونکې غونډې نقشه، چې په کابل کې جوړېږي؛ ولسي جرګې ته وړاندې کړي.
د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي وايي، چې د ملي یووالي حکومت باید ژر تر ژره د سولې او جنګ په اړه خپلې اساسي کرښې مشخصې او ولسې جرګې ته وړاندې کړي. سجادي خبرداری ورکوي، چې حکومت باید سوله او جنګ یو له بل نه بېل ونه ګڼي او د سولې له پاره امنیت هېر نه کړي.
په همدې جریان کې د څلور اړخیزې ناستې په اړه په ولسی جرګه کې د وردګو د خلکو استازي غلام حسین ناصري پخوانی ولسمشر حامد کرزی تورن کړی، چې د سولې د خبرو اترو په اړه یې پڅ دریځ لرلو او په نظام کې یې د پنځم ستون او د اپوزېسیون د نومونو نه په استفادې د سولې په برخه کې ستونزې راولاړې کړې.
له دې هر څه سره – سره پاکستان او هغه ډلې چې په افغانستان کې په جنګ بوختې دي؛ په ځانګړي ډول طالبانو د سولې په اړه نویو خبرو ته چمتوالی ښودلی دی، خو ځېنې طالبان له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو کې لېوالتیا ښيي، چې په دغو خبرو اترو کې د پاکستان ونډه راکمه شي.





