
د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان په ګډون د سیمې په تړاو مهمې خبرې اترې وکړلې.
ډونالډ ټرمپ او نریندرا مودي په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د زیاتېدونکې بې ثباتۍ په اړه اندېښنه وښودله او هوکړه یې وکړه، چې د افغانستان د سولې یقیني کولو لهپاره خپلمنځي اړیکې او همکارۍ پیاوړې کړي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې لیدنه کې له هندوستان څخه مننه وکړه، چې د افغانستان په ابادولو کې همکاري کوي.
مودي په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله مخ زیاتېدونکي بې ثباتي د هندوستان او امریکې لهپاره یو جدي اندېښنه یاده کړله.
د مودي په وینا، هندوستان او امریکې د افغانستان په بیا ابادلو کې مهم رول لوبولی او دواړه هېوادونه به راتلونکې کې هم نږدې همکاري، مشورې او اړیکو ولري، ترڅو په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.





