د ملي امنيت کارکوونکی څنګه فالبین شو؟

په افغانستان کې فال کتوونکي اوږده مخینه لري.

هغه کسان، چې پر فال کتنې عقیده لري؛ له ستونزو د خپلو تړل شویو دروازو د خلاصون له پاره فال کتونکي ته ځي.

تعویذ لیکنه او فال کتنه په هېواد د سوداګرۍ یو ډول شمېرل کیږي.

د خرافاتو پر ډولونو، ماورايي کړنو، فال کتلو او له تعویذي مرکزونو خلک ډېر هر کلی کوي.

د پام وړ خبره دا ده، چې تر ډېره ښځې ورته مراجعه کوي.

ګارډین ورځپاڼې له یو فال کتونکي سره خبرې اترې کړي، چې نوموړي له دې کسب نه خپل ژوند ته بدلون ور کړی دی.

دغه فال کتونکی عرب شاه نومیږي او ۲۰ کال کیږي، دغه چاره مخ ته وړي.

دی وايي، چې د مشتریانو شمېر یې په هره میاشت کې ۱۰۰۰ تنو ته رسیږي.

عرب شاه وايي، مخکې له دې، چې دغه کار ته مخه کړي د یو وخت له پاره یې د ملي امنیت په ریاست کې هم کار کاوه.

د کابل ښار دغه فال کتونکی ادعا کوي، چې د دې کسب د زده کړې له پاره د روسیې ښار ولګراد ته تللی و او هلته د ماورايي نړۍ ځېنې مهارتونه زده کړل.

د نوموړي د کار میز د هپنوتیزم، ورغوې پېژندې او تعویذ لیکلو له کتابونو ډک و.

د ګارډین خبریال له عرب شاه نه په ټینکار د پېریانو د لیدو غوښتنه وکړه، چې ما ته پېریان وښیه! خو ده ورته بهانه وکړه وویل، پېریان له ما سره کار نه لري، که یې راوبلم له دې وېریږم، چې تا ته زیان و نه رسوي، اوس اجازه راکړه، چې په ګوګل کې د سبا ورځې د هوا حالت وګورم.

عرب شاه ته، چې کوم مراجعین راځي يواځې افغانان نه دي، بلکې له هېواده بهر هم د ټېلیفون پر کرښه د خلکو فالونه ګوري.

له لویدیځو هېوادونو څخه پناه اخیستونکي هغه ته د خپلو قضیو انځورونه لېږي، تر څو یې ستونزو ته د حل لاره ولټوي.

عرب شاه په وروستیو کې د چارو د ښه کېدو له کبله یې یو شاګرد نیولی؛ شاګرد یې دنده لري، چې ټېلفوني اړیکو ته ځواب ورکړي.

دغه فال کتونکی د ( سامسونګ ګلاکسي، ایفون، اچ ټي پی او اپل واچ) غوږۍ لري.

عرب شاه د غرمې ډوډۍ له پاره یو ښه هوټل ته ځي او د خوښې خواړه خوري.

څومره چې په ماورايي مسایلو باور زیات شي، د فال کتونکو اقتصاي حالت هم ور سره ښه کیږي.

کابلی فال کتونکی د هغې شتمنۍ له پاره ،چې په واک کې یې لري طرحه جوړه کړې ده او له دغې طرحې به ډېر ژر ګټه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام