د وردګو والي: د جلریز پېښه د امنيتي ځواکونو د غفلت له امله رامنځ ته شوه

د مېدان وردګو والي حیات الله حیات ویلي، چې درې ورځې وړاندې د ياد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د سلګونه وسله والو برید له امله، چې ۲۴ سيمه ییز پولیس ووژل شول دا د افغان امنيتي ځواکونو د غفلت پایله وه.

نوموړي زياته کړې، چې د دغې پېښې په  اړه امنيتي ځواکونو ته راپور ورکړل شوی وو، خو په وينا يې د دوی ترمنځ د نه همغږۍ له کبله په جلریز ولسوالۍ کې ۱۲ امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته پریوتې او په دغه ولسوالۍ کې ۲۴ سیمه يیز پولیس ۴۰ طالبان، ۹ ملکیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

همدارنګه د مېدان وردګو والي له سلام وطندار سره د ځانګړې مرکې پر مهال ويلي، چې مرکزي حکومت او د میدان وردګو ولایتي اداره به ددغې پېښې په اړه جدي څېړنې وکړي.

افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو وروسته د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي په مشرۍ دغې ولسوالۍ ته یو پلاوی واستول شو.

علومي زیاته کړه، چې د جلریز ولسوالۍ ټولې نيول شوې سيمې د وسله والو له منګلو خلاص شوي او د کابل ـ بامیانو لویه لاره هم پرانیستل شوې ده.

راپورونه وايي، چې په سیمه کې اوس هم د مخالفینو پر وړاندې تصفیوي عملیات روان دي.

تازه جزیات وايي، چې تر اوسه د جلریز ولسوالۍ ته له ۳۰۰ زیات کمکي سرتېري استول شوي.

د راپورونو پر بنسټ، د تېرې ورځې راهيسې  ۱۷ وسله وال وژل شوي او پنځه کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي دي.
د میدان وردګو یوې امنيتي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي سلام وطندار ته وویل، د عملیاتو په ترڅ کې د سیمه ییزو پولیسو ۱۰ جسدونه موندل شوي دي .

بل خوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په جلریز ولسوالۍ کې ۳۰ تنه سیمه ییز پولیس يې وژلي او ۱۲ امنیتي پوستې هم نیولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د اجرایوي ریاست دویم مرستيال محمد محقق پر اوسني حکومت جدي نيوکې وکړې.

نوموړي وویل، چې په خواشينۍ سره د ملي وحدت حکومت تر اوسه د ملي وحدت درلودونکی نه دی.

هغه زیاته کړه، چې حکومت د ایسار شویو سرتېرو په ژغورلو کې پاتې راغلی.

که څه هم نوموړی خپله هم د همدغه حکومت يو فعال او کليدي شخص بلل کيږي، خو په مېدان وردګو کې دغه وروستۍ پېښه نوموړی يې مجبور کړ، چې خپله دنده او صلاحیتونه هم تر سوال لاندې راوړي.

د اجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وویل، چې

محقق د جلریز پېښه د مزار قتل عام، بامیانو او یکاولنګ پېښو ته ورته وبلله.

محقق داهم وویل، چې په یاده پېښه کې مبهمې خواوې شته دي او هرو مرو دې د پېښې د څېړلو له پاره پلاوی و ټاکل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام