د پکتيا په ۳ ولسوالیو کې امنیت ښه شوی

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، د تېر په پرتله د دغه ولایت په ۳وو ځدراڼ مېشتو  ولسوالیو کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی. 

د دوی په وینا، ښواک، ګرده‌څېړۍ او وزي ځدراڼ هغه ولسوالۍ دي چې پخوا په‌کې حقاني شبکه فعاله وه او ډېر کله به ترې د ناامنیو او جګړو راپورونه ورکول کېدل، خو اوس په‌کې امنیت د ډاډ وړ دی.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د ګردېز ـ خوست سړک جوړېدل، د خلکو او دولت ګډه همکاري او په یادو ولسوالیو کې د کمپاین په نوم د امریکايي ځواکونو ځای‌پرځای کېدل، د امنیت ټینګښت اصلي لاملونه بولي.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي سلیمان او بهادرګل وايي، په بشپړ ویاړ له دولت سره همکاري کوي او په یادو ولسوالیو کې عسکر، مامور او انجینر تګ‌راتګ کولی شي.

بلخوا د ښواک ولسوال نیازمحمد خلیل او امنیې قومندان بریالی احمدزی وايي، د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي په وزي ځدراڼ او ګردۍ‌څېړۍ ولسوالیو کې د امنیت ښه کېدو لامل شوې ده.

دوی خلکو ته ډاډ ورکوي چې د دوی په همکارۍ به یې شپه او ورځ امنیت وساتي او هېچا ته به اجازه ور نه‌کړي چې یادې ولسوالۍ ناامنه کړي.

که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسې د پکتیا په ښواک، ګرده‌څېړۍ او وزي ځدراڼ ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی، خو ښوونیز وضعیت یې سم نه‌دی او په تېرو ۱۷ کلونو کې یې یوازې د دولسم ډولګیو یوه دوره فارغان ورکړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام