افغان دولت وايي، چې له هغې راپورونو څخه خبر دي، چې په هېواد کې د کوچنیانو څخه د جنسي ګټې اخیستنې په اړه ورکول کيږي.
له ارګ څخه خپره شوې خبر پاڼه وايي، چې حکومت یې په دې اړه بې غوري نه کوي؛ بلکې ددې ناوړه کار د مخنيوي له پاره یې د قوانینو د تطبیق په برخه کې دجدي اقداماتو کار پېل کړی دی.
د ارګ له کوچنیانو د نامشروع ګټې اخیستنې موضوع عیر انساني او غیر دینې بللې او دمخنيوي په برخه کې یې د جدي اقداماتو ترسره کولو ټټر وهلی.
خبر پاڼه زیاتوي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټولو امنیتي مسولینو سره په ویډيوي کانفرانس کې په دې اړه خبرې وکړې.
ولسمشر ویلي، له کوچنیانو په غیر مشروع او غیر اخلاقي کارونو کې ګټه اخیستنه ددوی له پاره سخت ترین جرم دی او د بشري حقونو څخه د سرغړاوي ستره بېلګه ده.
ولسمشر امنیتي چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د ښونیزو، تادیبي او جزایي لارو دې ددې ناوړه عمل د مخنيوي په برخه کې جدي ګامونه واخلي.
په ورستيو کې بهرنیو رسنيو په افغانستان کې له کوچنیانو د جنسي استفادې په اړه راپور خپور کړ او په دې برخه کې افغان امنیتي چارواکي هم ښکېل بللي وو، تر دې چې امریکايي چارواکو افغان امینتي چارواکو سره د ښو اړیکو له پاره ددې ستونزې حل ضروري ګڼلی دی.
رسنيو د ځينو ځايي امنیتي چارواکو نومونه هم یاد کړي، چې څه ډول له کوچنیانو په غیر اخلاقي کارونو کې ګټه اخلي.
ولسمشر اشرف غني نن ( چهار شنبه) د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د کورنيو چارو وزارت او لوی څارنوالۍ ته سپارښتنه کړې، چې د دې موضوع په اړه یوه کمېټه جوړه کړي او له کوچنیانو د جنسي او غیر مشروع کارونو په برخه کې ګټې اخیستونکو د څار او قاضایي تعقیب په برخه کې یو مېکانزم جوړ کړي.
سرچینه وايي، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دا ډول جرمونه دوی ته د تحمل وړ نه دي او د دې چارې دمخنيوي په برخه کې به له هیڅ اقدام مخ ونه ګرځوي.
خبرپاڼه لیکي، چې افغان حکومت د هېوادوالو او په ځانګړې توګه د مېرمنو او کوچنیانو د حقونو ساتنې برخه کې ژمن دی.
دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان کې د کوچنیانو د جنسي استفادې ( بچه بازۍ) په اړه راپورونه خپريږي؛ خو دا به لومړی ګام وي، چې د ملي وحدت حکومت یې د بچه بازۍ دعمل دمخنیوي له پاره پورته کوي.
یواځې امنیتي چارواکي نه دي، چې په باچه بازۍ تورنيږي؛ له ځینو ولایتونو څخه په دې اړه داسې راپورونه هم راځي، چې ځېنې غیر مسول وسله وال، با نفوذه اشخاص او ځېنې ځوانان هم د بچه بازۍ په عمل روږدي دي.
یوه پېښه یې څه موده وړاندې په بغلان ولایت کې د واده د مراسمو پرمهال د دوه غیر مسوله وسله والو قوماندانانو ترمنځ د یو هلک پر سر جنګ و، چې له شلو زیاتو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
له یوې اونۍ تېرېدو وروسته په هغې قضیې خاورې واړول شوې او تراوسه د کیسې اصلي تصویر چا را ښکاره نه کړ، چې د پردې تر شا څه وو؟





