حکومت په اکاډمیکو بنسټونو کې د نیمګړي قانون ځای کولو هڅه کوي

د پوهنتونو استادان وايي، د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي چې د پوهنتونونو استادانو جوړ کړي قانون کې لاس ووهي او یو نیمګړی قانون پر علمي او اکاډومیکو بنسټونو وتپي.

د افغانستان د پوهنتونونواستادانو ټولنې غړی پوهااند لطف الله ساپي سلام وطندارته وویل ، چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې د لوړو زده کړو په قانون کې د عدلیې او لوړو زده کړو وزارتونو لاس وهنه کړې.

ساپي زیاته کړه، چې په دغه نیمګړي قانون کې د پوهیالي علمي رتبه لغوه شوې، ځکه پروینا يي، قانون ټینګار کوي که پوهیالی ماسټري وا نه خلي باید له د ندې لرې شي.

ساپی بیا زیاتوي، چې د ماسټرۍ له پاره استادانو ته زمینه نه ده برابره.

دوی وايي، چې که دغه قانون پلی شي ډیر استادان به له دندې ګوښه او دا بیا په عملي او اکاډمیکو بنسټونو کې یوه سپينه کودتا ده.

د هغو په خبره، دغه ماده د هغو لایق او تکړه لیسانس ځوانانو د پرمختګ مخه ډب کوي چې له پوهنځي څخه په عالي درجه فارغ خو د ماسټرۍ اسانتیا نشتوالي له امله د استادۍ له حقه محرمیږي.

استادان وايي د هېواد په دولتي پوهنتونونو کې ۳۷۰۰ استادان تدریس کوي چې د کابل پوهنتون په ۸۹ څانګو کې ۱۵ ماسټري او د ننګرهار پوهنتون په ۲۴ څانګو کې ۳ د ماسټرۍ څانګې شته. "

بل خوا د کابل پوهنتون یو شمیر محصلین هم د استادانو اعتراض پر ځای او د لوړو زده کړو نوی قانون نیمګړی بولي.

محصلین وايي، چې د معترض استادانو ملاتړ کوي او له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د داسې قانون باید مخنیوی وشي چې د لوړو زده کړو او ځوانانو د پرمختګ مخه نیسي.

بل خوا د لوړو زده کړو وزارت نوي قانون یوه ماده د استادانو ته ځانګړې شوې ده چې استادانو ته د منلو نه ده .

په دې ماده کې د استادانو د تقاعد سن چې مخکې ۷۵ کلني و خواوس ۶۵ کلني ټاکل شوی دی.

د لوړ زده کړو وزارت وايي چې د دې ستونزد هواري په موخه يې د پوهنتونونو استادانو ټولنې سره دوه ورځې مخکې غونډه کې هوکړې ته رسیدلي چې ازموینه دې واخلي اختلافي ټکوته به قانوني حل لاره ولټوي.

د دغه وزارت دو خپرونو رییس صفی الله جلال زي سلا م وطندارته وویل د لوړو زده کړو وزارت او استادانو ترمنځ د لوړو زده کړو نوي قانون پر سر اختلافي ټکي يې ارګ او ملي شوراته استولي چې قانوني حل لاره ورته ولټوي.

جلالزی وايي، چې د کابل پوهنتون ازموینه پيل شوې او د قانون په اړه اختلافي ټکو ته قانوني حل لاره پيداکړي.

ده وویل چې د لوړو زده کړو په نوي قانون کې د یوشمېر استادانو نظرونه هم ځای شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام