د سوداګرۍ او صنایعو خونې ټول پوښتنې په ډاګه کړې چې د کاروبار وضعیت ښه شوی

د سوداګرۍ اوصنایعو خونې په هرو دریو میاشتو کې د هېواد په پنځو اقتصادي زونو کې د هېواد د کاروباري وضعیت اړوند خپل  راپور خپروي، د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي چې دا ځل په کابل، بلخ، ننګرهار، او هرات ولایتونوکې پوښتل شویو خلکو د خپل کاروبار په اړه خوښي ښودلې ده.

د سوداګرۍ  او صنایعو خونو مشر عتیق الله نصرت نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا ځل یې له ۱۲ سوه  لویو، متوسط او کوچنیو شرکتونو خاوندانو سره خبرې کړې چې ۱۶ سلنه یې ښځینه دي. عتیق الله نصرت د خلکو د کاروباري وضعیت د ښه والي کچه لوړه وښوده او ويې ویل چې علت يې د نوي حکومت له لوري له خصوصي سکتور سره شوې ژمنې دي، هغه وویل: « زموږ په وروستۍ سروې کې روښانه شول چې خوښي زیاته شوې، د کاروبار په اړه مخکنی د خلکو خوښي۰،۷ سلنه وه، چې اوس ۳۲،۱  سلنه ته لوړه شوې ده، چې لامل یې د حکومت ژمنې دي، چې خصوصي سکتور سره یې کړې دي.»

د سروې په مهال د لویو شرکتونو څښتنانو وړاندې تر دې ۹،۵ سلنه خوښي ښوودله خو اوس يې د خوښي کچه لوړه شوي او ۳۵ سلنه خپل کاروبار ته خوښ دي،

همدارنګه د کوچنیو شرکتونو خاوندان په وړاندينۍ سروې کې ۴، ۹۱ سلنه خوښي ښوودلې وه، خو اوس ۲۹،۱ سلنه خوښ برېښي او خپل کاروبار ته هیله من دي. د سوداګرۍ صنایعو خونو له لوري په شوې سروې کې راغلي چې په کابل او کندهار کې برېښنايي نشتوالی او ورسره جوخت په ننګرهار، هرات او بلخ کې بیا نا امني د کاروبار په وړاندې ستر خنډونه په ګوته شوي دي.

عتیق الله نصرت پخپلو خبرو کې وویل چې په تېر میلادي ـ۲۰۱۴ـ کال کې د سوداګرۍ په وړاندې نا امني ستره ستونزه وه، د نوموړي په خبره ۸۰سلنه شرکتونو ورته ویلي چې تېر کاله د کاروبار له اړخه خورا په خراب وضعیت کې وو.

بل اړخ ته د صنعت کارانو د ټولنې مرستیال بیا وايي چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له لوري خپره شوې سروې سمه نه ده او په خبره يې لا هم د کاروبار په وړاندې خورا ډېر خنډونه شت، عبدالرحیم فیضان سلام وطندار ته وویل چې لا هم د وز ګارتیا کچه لوړه ده او په مارکېټ کې کوم مثبت بدلون نه لیدل کېږي.

فیضان وړاندې وايي چې نږدې یو نیم کال وړاندې د یو نورمال کارګر معاش اته زره افغانۍ وې، خو په اوس وخت کې په پنځه زره افغانۍ هم کار ته تیار وي، هغه وايي: « په تاسف سره چې زه د دې شاهد یم چې زما د فابریکې شاته هره ورځ کار ګرراځي کار نه ورته پيداکیږي، د بې کاري کچه لوړه شوې او په مارکيټ کې هم بدلون نه دی راغلی ځکه زه خپله یوشرکت هم لرم کوم مثبت څه

مې نه دي لیدلي

سروې کې داهم راغلي چې په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې د سوداګرۍ پروړاندې ترټولو لویه ستونزه نا امني وه او ۸۰ سلنه شرکتونه په دې اند و چې په سوداګرۍ کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی اوترڅنګ یې ۷۷ سلنه شرکتونو د زیربینا او بريښنا له نشتوالي ګیله کوله.

ياده دې وي د نوي حکومت خورا ناندریزې ټاکنې او د کابینې ځنډ هم د سوداګري په برخه کې بې اغېزې نه شي بلل کېدای.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام