
سلام وطندار ته کره رسېدلي سندونه ښیي چې افغاندولت د مسکو له غونډې وروسته په پرېکړې سره د جوزجان ځېنې ولسوالۍ طالبانو ته پرېږدي.
د جوزجان ځېنو مسوولانو د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته ویلي، د خماب، قوشتپې او درزاب ولسوالیو اوسېدونکیو ترمنځ د یادو ولسوالیو پرېښودلو اوازې خپرې شوېدي.
د دې سرچینو په وینا، په وروستۍ پېښه کې د خماب ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ وداني له ډز او ډوز پرته طالبانو ته پرېښودل شوه.
یوې امنیتي سرچینې هم منلې چې امنیتي ځواکونو د خماب ولسوالۍ امنیه قومانداني پرې ایښې ده.

خو د جوزجان والي مولوي لطفالله عزیزي سلام وطندار سره خبرو کې دا اوازې بېبنسټه وبللې او زیاته یې کړه، افغاندولت له لوېشت ـ لوېشت خاورې دفاع کوي.
ښاغلی عزیزي زیاتوي، د خماب ولسوالۍ په نورو لاملونو دولتي ځواکونو پرېاېښې او ډېر ژر به پرې چاڼیز عملیات پیل کړي.
د ده په وینا، د امنیې قوماندانۍ شاوخوا یې ودانۍ او استوګنیځ کورونه نه وو او د جګړې په کولو سره امنیتي ځواکونو ته زیان اوښتلو؛ ځکه یې د لوړپوړیو چارواکیو سره له مشورې وروسته په تکیتیکي ډول وداني ور پرېښې ده.
خو طالب ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، تراوسه افغاندولت سره خبرې نهدي شوي او هېڅراز، غوښتنه هم نهده شوې.





