
د هرات یوې امنیتي سرچینې ویلي چې طالبانو بېګا شپه د دې ولایت شینډنډ ولسوالۍ په کلای دختر کې د چشمې په نامه یوې قرارګاه باندې برید کړی چې په پایله کې یې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوی او ۲۰ تنه نادرکه دي.
د شینډنډ ولسوالۍ یو قومي مشر تورمحمد ظریقي سلام وطندار ته وویل چې طالبانو له دې قرارګاه نه ۲۲ تنه سرتېري اسیران کړي او په سیمه کې د ۵ سرتېرو جسدونه لیدل شويدي.
د دې قومي مشر په وینا، په دې قرارګاه کې ۵۰ تنه سرتېرې موجود وو.
د ښاغلي ظریفي په وینا، طالبانو تر سهاره له دې قرارګاه نه ټولې پوځي تجهیزات له ځانه سره یوړل؛ خو امینتي ځواکونه تر اوسه نهدي رسېدلي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد دا پېښه تاییدوي؛ خو د تلفاتو د شمېر په اړه څه نه وايي. د هغه په خبره، امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له پلټنو وروسته به نور اطلاعات خپاره کړي.
طالبویاند قاري یوسف احمدي وايي چې پهدې برید کې یې څو تنه امنیتي ځواکونه وژلي او شاوخوا ۲۰ تنه یې اسیران کړيدي. هغه د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه وايي.





