خوست کې نا پېژاندو وسله‌والو د یوې کورنۍ ۵ غړي وژلي

د خوست د امنيې قومندانۍ مسوولان وايي، تېره شپه شاوخوا نهه بجې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د چراګا او دېګانو کلي سره نږدې په یو کور وسله‌وال برید  شوی چې د کورنۍ ۸ غړیو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست امنیې قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، په برید کې د یادې کورنۍ  ۵ غړي وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د نوموړي په خبره، په وژل شويو کې یوه ښځه، یو سړی او درې نجونې شاملې دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، یادې کورنۍ پخوا شخصي دښمني لرله خو اوس حل شوې وه او زیاتوي چې دغې کورنۍ د بې‌وزلۍ له کبله د کلیوالو څاروي څرول.

 د خوست امنیې قوماندانۍ همداراز وايي، په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام