د نیمروز خلک یواځې د څښاک پر اوبو د میاشتې میلیونونه افغانۍ ورکوي

سهیل لویدیځ کې پروت نیمروز ولایت وګړي په کافي اندازه د څښاک اوبو له نه شتوالي سره مخ دي.

 دوی وايي، چې هره میاشت د خپلو عایداتو زیاته برخه د اوبو په اخیستلو مصرفوي.

نیمروزیان زياتوي، چې د دغه ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو په ګډون شاوخوا ۲ سوه زره اوسېدونکي په منځني ډول هره میاشت شاوخوا ۴ زره افغانۍ د څښاک پر اوبو ورکوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، که چېرې په دغه ولایت د اوبو رسونې دولتي پروژه ژر بشپړه شي؛ ښایي ګڼې ستونزې هوارې شي.

شیما چې د زرنج ښار په یوه ښوونځي کې ښوونکي ده وايي، چې د میاشتې ۶۵۰۰ افغانۍ معاش اخلي، خو هره میاشت یواځې ۴ زره افغانۍ د اوبو د اخیستلو له پاره ورکوي.

محمدګل هم هغه کس دی چی د خپلي کورنۍ لپاره ۱۲ ساعته په هټۍ کې تیروي ترڅو د خپلی کورني لپاره د خوراک ،څیښاک روپی پیداکړی

د زرنج یو اوسېدونکی محمد ګل چې د ورځې ۱۲ ساعته په هټۍ کې ناست وي، وایي، چې  ۳۰۰۰ زره افغانۍ یواځې د اوبو له پاره ورکوي.

د ده په خبره که چېرې د پاکو اوبو ستونزه یې حل شي؛ نو نورې اړتیاوې خپله پوره کولی شي.

ګل زیاتوي، د عایداتو کابو له نیمايي زیاتې پيسې د پاکو اوبو په پېرلو ورکوي.

نیمروز هغه سیمه ده، چې هر کال په کې شاوخوا ۱۲۰ ورځې بادونه وي؛ اوسېدونکي یي وایي چې له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د څښاک پر اوبو سربېره، د کورنیو اړتیا له پاره هم اوبه نه لري.

بل لور ته د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي مني، چې په دغه ولایت کې هره کورنۍ د میاشتې شاوخوا ۴ زره افغانۍ د اوبو په پېرلو ورکوي.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې رییس انجینیر فرید احمد عظیم وايي، له تېرو څو کالو راهیسې هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې د اوبو د نه شتوالي اوسنۍ ستونزه حل کړي. 

د ده په باور، له هڅو سره – سره دوی توانېدلي، چې د نیمروز ولایت د خلګو د اوبو دغه ستونزه حل کړي او په همدې تړاو یې د نیمروز ولایت نه ۴۵ کیلو متره لېرې په کلا فتح سیمه کې د اوبو څو ذخیرې جوړې کړې او د اوبو ګڼې څاه ګانې یې ویستي دي.

انجینیر اعظم وایي د اوبو ۱۲۰۰ متره مکعبه ذخیره یې جوړه کړې ده، چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې یو نفر ته ۱۱۰ لېټره اوبه ورکول شي. 

د کلیو د پراختیا او بیارغونې د رییس پر وینا، دا پروژه د ۵۰ کالو له پاره د نیمروز ولایت خلګو لپاره جوړه شوې ده.

د ده په باور، لومړی فاز یې جوړشوی او دویم فاز به یې په راتلونکو څو ورځو کې په فعالیت شروع وکړي او د همدې فازونو له لارې به ۳۰۰ کیلو متره پایپونه د زرنج په ښار کې د خلکو کورونو ته ورکړي. انجنیر اعظم زیاتوي، چې د جیوفیزیک له پلټنې وروسته په دغه سیمه کې باکیفیته اوبه پیدا شوې دي، چې هیڅ ډول تصفیې ته اړتیا نه لري. 

 انجنیر اعظم وایي، چې دغه پروژه، چې ۹۰ سلنه بشپړه شوې ده؛ د ۵۰ کالو لپاره ډیزاین شوې ده، خو د لومړي فاز نه د اوبو په خپرولو سره به ۲ سوو زرو کسانو ته اوبو ورکړي او له ۲۰۲۰ کال وروسته به تر ۲ سوو زرو زیاتو وګړو ته اوبه ورسوي.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د نړیوال بانک له خوا په دغه پروژه شاوخوا ۱۲ میلیونه لګېدونکي امریکایي ډالره به د نیمروز د خلکو په ژوند کې مثبت تغیر راولي. 

نیمروز پراخې ځمکې لري، خو د اوبو نشتوالي له امله یې خلک له کرنې نه لېرې پاتې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام