د روانو جګړو له امله په هلمند کې ۱۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې يې د مخالفيتو پرضد د نويو عملیاتو ترسره کولو له پاره پلان جوړ کړی او ډېر ژر به عملي شي.

خو په دې اړه بیا په هلمند کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ملکي مرګ ژوبلې په ډيروالي انديښنه څرګندوي او وايي، چې په دغو عملياتو کې زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړول کيږي.

دغه بنسټ نن چهارشنبه (فبروري ۳مه) د يوې خبري ناستې پرمهال وويل، چې نوي پلان شوي عمليات بايد په داسې ډول ترسره شي، چې په بشپړه توګه په کې بشري حقونو او همدا راز د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي له پاره جدي پام وشي.

 ددغه بنسټ په وينا، يوازې د تيرې ليندۍ په مياشت کې د روانو جګړو په ترڅ کې په هلمند کې سلو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې مسؤلين بايد د نويوترسره کيدونکوعملياتوپرمهال دې ټکو ته ډيره پاملرنه وکړي.

خو چارواکي د ملکي مرګ ژوبلې په وسله والو مخالفينو اچوي او وايي، چې د عملياتو له پاره يې منظم پلانونه د ټول ولايت په کچه جوړکړي دي.

په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسيون ځايي مسؤل محمد بلال صديقي وايي، نه يوازې په دې ولايت کې د ښځو او ماشومانو حقونو ته پاملرنه نه کيږي، بلکې نورې سرغړونې هم ترسره کيږي، چې په دې لړ کې د جګړو پرمهال ملکي خلکو ژوند ته نه پاملرنه هم دوی ته د انديښنې وړ ده.

خو چارواکي د بشري حقونود خپلواک کمیسيون دا ادعا نه مني او وايي، چې وړاندې هم د دوی له خوا د ملکي خلکو ژوند ته پوره پاملرنه شوې او د ګوتو په شميرکسان يوازې د وسله والو طالبانو له خوا په خښ کړل شويو ماينونو کې زيانمن شوي دي.

د هلمند والي ميرزاخان رحيمي سلام وطنداره ته وويل، د نويو عملياتو له پاره يې هم منظم پلانونه جوړکړي، په پوځي برخه کې ټولې اړتياوې پوره شوې او جوړشوي پلانونه به د ټول ولايت په کچه پلي کيږي.

هغه وايي، په عملياتوکي به د ملکي مرګ ژوبلي ته ډيره پاملرنه کيزي.

نوموړی زیاتوي، له دې وړاندې هم په ډيريو عملياتو کې ورته کار ترسره کيده.

هغه که څه هم د عملياتود پيل نيټه نه په ډاګه کوي، خو وايي له هرڅه وړاندې د ستونزو حل د سولې له لارې غوره بولي او له وسله والومخالفينوغواړي، چې دې ټکي ته پام واړوي.

هلمند کې د بشرحقونوخپلواک کميسیون په داسې حال کې د جګړې پرمهال ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي غوښتنه کوي، چي ويل کيزې له همدې جګړو نه زرګونه کورنۍ لښکرګاه ښارته راکډه شوي او تردې دمه د سرپناه د نه شتون سره سره له ګڼو نورو ستونزو کړيزي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام