
د لوګر په محمداغې ولسوالي کې یوه امنیتي سرچینه وايي، لسګونو طالب وسلهوالو بېګاه د مس عینک کان د درېیم امنیتي کنډک پر پوستې برید کړی او له پولیسو سره یې نښته پیل کړې ده.
دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې په یاده نښته کې د مس عینک کان ۸ پولیس وژلي او یوه پوسته یې هم نیولې ده.
طالب ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مس عینک کان د لوګر د محمداغې ولسوالي په عینک سیمه کې دی چې د افغانستان د مسو تر ټولو ستر کان بلل کېږي.
د یادونې ده چې طالبانو تېره اوونۍ د لوګر په څرخ ولسوالي کې هم د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی و چې په پایله کې یې د ملي اردو ۹ سرتېري ووژل شول.





