
چارواکي وايي، چې له نن (یکشنبې) سهار راهیسې پاکستاني پوځیانو د تورخم پر سرحدي کنډک توغندي توغولي، چې دوه یې د سرحدي پولیسو د کنډک ودانۍ په منځ کې لګېدلي دي.
تورخم کې د سرحدي پولیسو کمیسار رحیم الله سهاک سلام وطندار ته وویل، چې دغه بریدونه د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې له غوړکۍ سیمې د پاکستاني پوځ له رادار پوستې څخه توغول کېږي او لاهم دوام لري.
نوموړی وايي، چې دغو بریدونو تر اوسه مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو له سهار راهیسې ۱۴ توغندي د تورخم دې غاړې ته را توغول شوي دي.

کمیسار سهاک وايي، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پاکستاني پوځيانو غوښتل، چې د تورخم دروازې ته نژدې یو ترمينل جوړ کړي، خو دوی ورسره نه وه منلې.
همدارنګه بیا وروسته دوی غوښتل، چې داسې يو سیسټم جوړ کړي، چې د باران د ټولو اوبو او کثافاتو لار د تورخم دې غاړې ته سمه کړي، چې په موضوع هم د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات را منځ ته شوي وو.
خو سهاک وايي، چې د دوی طرف ته د پاکستاني پوځيانو له خوا د توغول شويو توغنديو اصلي علت نه دی معلوم.

له بل لوري د ننګرهار ولایتي ادارې هم پر تورخم د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو پخلی کړی دی.
اخوا ځایي خلک هم وايي، له سهار راهیسې د تورخم پر ښارګوټي د پاکستاني پوځیانو بریدونه روان دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستاني پوځيانو او ملیشو له لورې په افغان امنيتي ځواکونو او د کرښې په دې خوا د توپونو مرمۍ ورول کيږي، په کونړ کې د تېرو ۳ کلونو راهیسې دا موضوع د افغان حکومت او پاکستان حکومت ترمنځ داختلاف یو مهم ټکی و. په ګوشته کې د همدې ډول موضوع پر سره د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه هم شوې وه.





