پر دغه ودانۍ ۱۶۰ ميليونه ډالره لګول شوي، چې د ۲۵۰۰ کار کوونکو د ځاېدو ظرفیت لري.
د افغانستان د دفاع وزارت د دغه نوې ودانۍ ګومبته ۳۴ متره لوړه ده او له سپینو مرمرو جوړه شوې ده.
دغه ودانۍ د دې تر څنګ، چې خپله برېښنا لري، درې د ډوډۍ خوړلو سالونونه هم لري او په دغه سالونونو کې په یو وخت ۱۰۰۰ تنه ډوډۍ خوړلی شي.
د افغانستان نوی وړوکی پینتاګون یو اډیتوریم لري، چې ۹۰۰ تنه پکې ځاییږي.
د راپورونو له مخې د دغه ودانۍ پر کمپیوټرونو او تخنیکي وسایلو ۳۳ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالر لګېدلي دي.
د ملي دفاع وزارت د دغې نوې ودانۍ يواځې پر معلوماتي تکنالوژۍ ۱۲ میلیون ډالره مصرف شوي دي.
ويل کيږي، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت دغه تعمير د اوسني عصر په ټکنالوژي پوره سمبال دی.
د دفاع وزارت له دې نوې ودانۍ سره د سپورت له پاره جمنازیم، افسرانو او سرتیرو ته یو قاغوش، یو مرستندویه قطعه او کلینیکونه هم شامل دي.
تعمير په ۳۸ زره ۵۰۰ متر مربع ساحه کې جوړه شوې، چې نقشه يې هم د هېواد د مهندسۍ څانګې د محصلانو له ګڼو وړاندې شویو نقشو څخه غوره شوې ده.
ټاډ سيمونايټ، چې يو امريکايي جګړن دی وايي، دا د افغانستان د دفاع وزارت له پاره نوی پېل دی او د نوموړي په وينا، دوی به له دې وروسته دا توان ولري، چې د همدې ځایه د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا وويني.
هغه اوس هم د دغه ودانۍ جوړولو او انتقال چارې څاري.
د وړوکي پينتاګون مالي لګښت د امريکا متحده ایالاتو له لوري ورکړل شوي.
د سپينې ماڼۍ پوځي مقاماتو ددې ودانۍ د لیدلو په ترڅ کې اسوشیتید پرس نړېوال خبري اژانس ته ويلي، چې د یو چت لاندې د دفاع وزارت د ټولو ریاستونو په راټولېدو سره افغان مقامات کولی شي خپل کارونه په منظمه توګه پرمخ یوسي.
همداشان دا ودانۍ په ټولیزه توگه ۱۱۰۴ دروازې او ۳۴۸ کړکۍ لري.
تر اوسه دغه ودانۍ په رسمي ډول ملي دفاع وزارت ته نه دي سپارل شوي.





