
د ولسي جرګې ځېنې غړي د پولیسو له خیالي تشکیلاتو، د ځايي قوماندانانو او پاڅونوالو ترمنځ د همغږۍ له نهشتوالي او د شخصي زندانونو موجودیت په اړه سختې نیوکې کوي او وايي، دا چارې د دې لامل شوي چې ولسوالۍ او کلي د طالبانو له لوري سقوط شي.
په ولسي جرګې کې د روزګان وکیل عبیدالله بارکزی وايي، د سندونو پر بنسټ، دې ولایت کې د پولیسو ۴زره او ۶۲۵ تنه تشکیل موجود دی چې دمګړۍ ۱۷۰۰ تنه پولیس موجود دي. ښاغلی بارکزی دا د پولیسو د خیالي تشکیلاتو څرګنده بېلګه ګڼي.
دغه راز په ولسي جرګه کې د فاریاب استازی محمدهاشم پهدې ولایت کې د امنیتي ادارو کارکړنې د قناعت وړ نه ګني او په وینا یې، درېواړه امنیتي ادارې باید کره او همغږي پلانونه عملي کړي.
د پروان ولایت استازې ذکیه سنګي له حکومته د پروان ولایت امنیتي حالاتو ته د جدي پام غوښتنه کوي.

اغلې سنګي هم د دې ولایت د نفوسو په پرتله د امنیتي ځواکونو تشکیل کم ګڼي او ادعا کوي چي د پروان ولایت د پولیسو معاشونو ډېر ټيټ دي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د خیالي پولیسو خبره ردوي او وايي چې له شاوخوا یو کال راهیسې د خیالي پولیسو موضوع حل شوې ځکه ده چې ټول پولیس د یو ډیټابس له لارې ثبت شوي او د هماغه ډیټابس له لارې یې بانکي حساب ته معاش حواله کېږي.
لهدې هر څه سره د خیالي پولیسو خبره تازه موضوع نهده او لهدې مخکې هم په ځلونو مطرح شوېده؛ خو لوړپوړیو چارواکیو پهدې اړه چندانې جدي پاملرنه نهده کړې.





