غني: نظام به هیڅ کله سقوط ونه کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې د افغانستان اوسني پوځي ځواک ته په کتو سره به هيڅکله دغه شته نظام د سقوط سره مخ نه شي.

غني په افغانستان اوسنی روان جګړه نامشروع و بله او زياته يې کړه، چې د دولت مخالف وسله وال غواړي د دغو بريدونو په ترسره کولو سره امتيازات ترلاسه کړي.

ولسمشر غني نن پنجشنبه د ( ۲۰۱۵ زېږديز/ مې ۲۱) د نړېوالو اړیکو ډلې په لومړنۍ ناسته کې په هېواد کې وروستیو جګړو ته په اشارې سره وویل، ځینې په دې باور دي، چې افغانستان به سقوط وکړي، هغوی ته يې په اشارې سره زياته کړه، چې  " دغه هېواد به د ۳۲ زرو ځانګړو امنیتي ځواکونو په لرولو سره سقوط ونه کړي."

غني زیاته کړه، چې سره له دې چې په دې کلونو کې ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله لرله، خو بیا هم دغه ځواکونه د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې جنګېدی شي او له دغه هېواد څخه په کلکه د دفاع توان لري.

ولسمشر د سولې خبرو اترو په اړه وویل، د افغان حکومت غېږه هغو کسانو، چې غواړي د سولې له پروسې سره یو ځای شي خلاصه ده.

غني په هېواد کې دغه روانه جګړه نامشروع وبلله او و يې ویل، چې جګړه ماران د جګړې له لارې غواړي امتیاز تر لاسه کړي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې د ملي دفاع نوماند وزیر ته په اشارې سره وویل ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر معصوم ستانکزی د ملي دفاع وزیر په توکه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.

ولسمشر غني په داسې حال کې د معصوم ستانکزي پر پېژندلو ټينګار کوي، چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرایه رییس عطامحمد نور د یوې خبر پاڼې په خپراوي سره، نوموړی د برهان الدین رباني قاتل یاد کړی و او خبرداری یې ورکړی، چې د ملي یووالي مشران دي د مصلحت او ضعف تر منځ تو پیر وکړی شي.

عطامحمد دا هم ويلي، که چېرې حکومت د معصوم په اړه احتیاط و نه کړي د ملت غصه به را وپاروي او په هغه وخت کې به د خلکو د قهر پر وړاندې هیڅ کار ونه شي کولی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام