چین ته د اتمر د سفر موخه په پاکستان د فشار زیاتول دي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د تېرې (یکشنبې) پر ورځ چین هېواد ته لاړ.

په ملي امنیت شورا کې د مسوولو چارواکيو په خبره، د ملي امنیت سلاکار له چیني چارواکیو غواړي، چې د سولې خبرو میز ته د طالبانو د حاضرولو په اړه پر پاکستان فشار راوړي

چین په سیمه او نړۍ کې یو له ځواکمنو هېوادونو دی او د افغان سولې د څلور اړخیزې ناستو یو بازو و.

د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې حنیف اتمر به سر له سبا د چین هېواد د ملي امنیت له رییس او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

د غورځنګ پر وینا، د غونډې په څنډه کې به د دواړو هېوادونو په سیاسي او امنیتي اړیکو خبرې اترې وشي.

د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، اتمر له چین هېواده د نظامي مرستو او د سیمې د ځواکمن هېواد په توګه د افغان سولې د ټیکاو په برخه کې له دوی د همکاري غوښتنه کوي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغان سولې همغږي کوونکیو هېوادونو د سولې راوستلو په نقشې هوکړې ته ورسېدل؛ خو دغې غونډې د امریکا او چین هېوادونو د ګډون سره ـ سره ظاهرا مثبته پایله ورنه کړه.

پاکستان چې د سولې مېز ته د وسله والو طالبانو د حاضرولو مسوولیت اخیستی و، په خپلې ژمنې عمل ونه کړ.

څه موده مخکې د پاکستان اکسپرس تریبون ورځپاڼې د پاکستان حکومت د مشرانو له قوله لیکلي وو، چې که د سولې په خبرو کې طالبانو ګډون ونه کړي؛ د طالبانو له پاره به خطرناکې پایلې ولري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام