له تېرو پنځو ورځو راهیسې د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ اړوند کوړنګل سیمه کې د داعشیانو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې د ځېنو امنیتي سرچینو په وینا، تر اوسه له دواړو لوریو شاوخوا ۵۰ وسلهوال وژل شوي.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم د جګړو پخلی کوي؛ خو د داعشیانو او طالبانو د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نهلري.
خو د کونړ ملي امنیت ریاست کې یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، تر اوسه په روانې جګړې کې ۳۰ داعشیان او ۲۰ طالبان وژل شوي او له دواړو لوریو یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي؛ خو سرچینه د ټپییانو کره معلومات نهلري.
سرچینې زیاته کړې، د کوړنګل سیمه داعشیانو کلابند کړې چې د عامو خلکو د ورتګ او راوتل ناشوني دي.
یاده امنیتي سرچینه پهدې جګړې کې د داعشیانو شمېر شاوخوا ۴سوه او د طالبانو بیا تر دې کم وښود.

د کونړ د ولايتي شورا مرستیال عبداللطیف فضلي سلام وطندار ته وویل چې داعشیان له پرمختللیو وسلو کار اخلي او جګړې ته د نرنګ ولسوالۍ له باډېل درې، د څوکۍ له دیوهګل درې، د نورګل له مزار درې او له ننګرهاره هم تازه دمي داعشیان رسېدلي.
د ده په خبره، داعشیانو پر طالبانو د ځانمرګو بریدونو لهپاره د جلالاباد او بټيکوټ له مدرسو تر ۱۵ ماشومان وړي دي او په وینا یې د طالبانو موخه د کوړنګل نیول دي چې له هاغه ځایه بیا شوړیک، چپهدره او نور ځایونه نیولی شي.
بل پلو د همدې ځای اوسېدونکي وايي، داعش ډلې تېره شپه کوړنګل سیمه له طالبانو نیولې ده او د مرګژوبلې معلومات ځکه نهلري چې مخابراتي شبکې کار نهکوي.
خو حکومتي سرچینې بیا وايي، داعش نږدې نیمایي کوړنګل نیولی؛ خو لا هم جنګ روان دی.
تر اوسه داعش او طالبانو پهدې اړه څه نهدي ویلي.
کوړنګل د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ هغه لوړه غرنۍ سیمه ده چې یو وخت پهکې د امریکايي ځواکونو یوه هډه وه؛ خو د هغوی له راوتلو راوروسته بیا حکومتي ځواکونه، نهدي ورغلي.
حکومتي سرچینې وايي، د دغه ځای ډېر خلک پخوا د طالبانو تر بیرغ لاندې د حکومت خلاف جنګېدل؛ خو د داعشیانو له راپیداکېدو سره یې اوس یو شمېر ګروپونه لهدې ډلې سره یو ځای شويدي.





