
هندي رسنۍ له ډهلي څخه راپور ورکړی، چې هندوستان د خپلې ژمنې له مخې نن سه شنبه د( ډسمبر۲۲ مه) یوه پوځي چورلکه افغان حکومت ته سپارلې ده.
د هندوستان ایکونامیک ټایمز په نوم يوې ورځپاڼې خبر ورکړی، په پام کې ده چې نورې درې به هم ډېر ژر او ښايي د کابل ته نرېندرا مودي د سفر پر مهال وسپارل شي.
د راپورونو پر بنسټ ښايي نرېندرا مودي راتلونکې جمعه له روسيې څخه د بېرته ستنېدو پر مهال په کابل کې تم شي.

داسې ویل کيږي، چې د روان ډسمبر په ۲۵ مه د ملي شورا نوې ودانۍ، چې د هند په مرسته جوړه شوې ده، هم پرانيزي.
یاده دې وي، چې هندوستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد بلل کيږي، چې په تېرو څو کلونو کې يې د نورو ګاونډيو په پرتله د هېواد په بیا رغونو او نورو برخو کې زیاتې مرستې کړي دي.
خو د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې هندوستان د پوځي چورلکو مرستې کوي.
د راپورونو پر بنسټ هند تر اوسه شاوخوا ۲ ميليارده ډالره د افغانستان په بیا رغونه کې لګولي دی.





