د هرات ولایت پانګوال وايي، افغان حکومت د دې پرځای، چې له پانګونې ملاتړ وکړي؛ له هېواده د پانګې ویستلو ته زمينه برابروي.
د هرات ولایت لسګونو پانګوالو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې افغان حکومت ته خبرداری ورکړ، که چېرې د دوی غوښتنو ته جدي پاملرنه ونه شي؛ نو دوی به اړ شي، چې خپله ټوله سرمایه د افغانستان نه وباسي.
دغه اعتراض کوونکي، د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي دروازې سره را ټول شوي وو او پر حکومت يې د جدي نيوکو ترڅنګ وویل، چې پانګوالو ته ځمکې په واک کې ورکړي.
د هرات ولایت د صنعت ګرانو اتحاديې مشر حميد الله خادم وايي، د هرات ولایت صنعتکاران د څلورو کلونو راهیسې انتظار باسي، چې د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي په څلورم فاز کې به دوی ته ځمکې ورکول کيږي، خو په نېږدې ورځو کې د افغانستان د پانګه اچونې څخه د ملاتړ اداره يا آيسا په پلان کې لري، چې هر جریب په ۳۰ زره امريکايي ډالره وپلوري.
نوموړي خبرداری ورکړ، که چېرې ورته په افغانستان کې د پانګونې له پاره زمينه برابره نه شي؛ مجبور دي، چې په بل هېواد کې پانګونه وکړي.
هغه وايي، په دې وروستيو کې د افغانستان د بدو حالاتو له امله زیاتو هېوادونو افغان پانګوالو ته د پانګونې په موخه زمينه برابره کړې.
د هرات د صنعتکارانو اتحاديې مشر زياته کړه، څلور کاله مخکې په ښارګوټي کې د ځمکې اخیستلو له پاره يې ۱۶۵ زره افغانۍ تحويل کړي، خو وايي وروسته له څلورو کلونو باید ۳۰ زره امريکايي ډالره د هر جریب په سر تحویل شي، چې په وينا يي دا ناممکنه خبره ده.
دوی خبرداری ورکوي، که د هرات صنعتي ښارګوټي په څلورم فاز کې دوی ته ځمکې ور نه کړل شي؛ نو دوی به د خپلو شرکتونو د دروازو ترڅنګ د هرات ـ کندهار لاره هم وتړي.
اخوا په هرات ولایت کې د آیسا سرپرست ستار الکوزی وايي، چې ځمکې په سوداګرو په وړيا ډول وېشل کيږي، خو د ۳۰ زرو ډالرو اخیستل به بېرته د دغه پارک د بیخبېناوو په جوړولو ولګول شي.
له دې وړاندې ولسمشر اشرف غني بهرنيو هېوادونو ته د هرات د قیمتي ډبرو په ليږد هم بنديز ولګولی و، چې وروسته یې امله د څو فابریکو د سقوط راپورونه هم خپاره شول.





