ناپېژاندو کسانو په فاریاب کې یوه زده کړیاله وژلې ده

د فاریاب ولایت امنیتي مسوولان په دغه ولایت کې د ناپېژاندو کسانو له خوا د یوې زده کړيالې د وژل کېدلو خبر ورکوي. د دوی پر وینا، ۲۲ کلنه عاطفه چې پوهنتون ته د خپل مونوګراف د دفاع له پاره تللې وه؛ له پوهنتونه د راګرځېدلو پر وخت د ناپېژاندو کسانو له خوا په مرموز ډول قتل شوې ده.

د دې ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان سخیداد عثماني سلام وطندار ته وویل، چې د دغې محصلې جسد د دې ولسوالۍ په آق مسجد سیمه کې پيدا شوی دی. عثماني وايي، تر اوسه د دې پېښې علت او انګېزه نه ده معلومه، خو جسد روغتون ته لېږدول شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

د عاطفې مېړه، محمد هاشم وايي، سهار یې په خپله هغه پوهنتون ته رسولې ده او ښځې یې له هیچا سره داسې غیرعادي رفتار نه دی کړی، چې له هغې دې د وېرې احساس وشي.

د فاریاب ولایت د بشري حقونو کمېسیون سیمه ییز رییس حفظ الله فطرت په دې اړه وویل، چې دوی په تېره یوه اونۍ کې د ځانوژنې او د ښخو د وژلو ۷ پېښې ثبت کړې دي.

د فطرت پر وینا، د دې پېښو اصلي انګېزه نه دی معلومه، خو هغوی چې ځانونه یې وژلي؛ له دواګانو نه یې ګټه اخیستې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام