
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې تر ډېره په هېواد کې د نا امنیو زیاتېدو ترڅنګ په لویو لارو د مسافرو د وژلو او تښتونو په اړه بحث وشو.
دغو وکیلانو په هېواد کې د لویو لارو امنیت خوندي کولو ترڅنګ له حکومته په دې برخه کې د مسوولانه چلند غوښتنه وکړه.
دغو غړو همدارنګه وویل، چې حکومت دې خپلې ژمنې د کاغذ پرمخ نه پریږدي او د ولس د امنیت په برخه کې دې کوټلي ګامونه واخلي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو وویل، چې د هېواد د ټولو ولایتونو امنیت خراب دی، خو دوی تر ډېره د اروزګان، سرپل، کندوز، نورستان، بدخشان او پکتیا ولایتونو د امنیت پر ټيڼګښت ټينګار وکړ.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي عبدالروف انعامي وویل، چې بدخشان او کندوز د بهرنیو او کورنیو طالبانو له جدي ګواښ سره مخ دی.
همدارنګه د یادې جرګې بل غړی حمیدزي لالي وویل، چې
نا امنۍ ورځ تربلې ډيریږي، یوه برخه د هېواد کې امنیت خوندي کېږي او بلې خواته امنیت خرابیږي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان حکومت دې یوازې پرصفري نقطه ټينګار نه کوي او دا خبره دې له نړۍ سره شریکه کړي.
همدارنګه د ولسي جرګې بل غړی عبیدالله بارکزی وايي، چې
دولت تراوسه د ارزګان امنیت له پاره ستراتیژيک پلان نه دی جوړ کړی.
هغه وویل، چې له ۱۷ میاشتو راهیسې ۴ ولسوالۍ د دغه ولایت په کلابندۍ کې دي او تر اوسه ورته جدي پام نه دی شوی.
وکیلانو د تورخم مسلې ته په اشارې سره وویل، چې باید افغان دولت یې بدیل ولري او ښايي له دې وروسته پاکستان د تورخم لویه لاره د افغانانو پرمخ وتړي.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د غونډې په پای کې له حکومته ووغوښتل، چې د هېواد امنیت له پاره باید جدي پام وکړي.
د ولسي جرګې غړی صدیق احمد عثماني بیا په پروان ولایت کې د غیرمسووله وسله والو ډلو زیاتوالی د انديښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، چې دغو ډلو ملکي کسانو پر وژنې او تښتونو لاس پورې کړی.
عثماني زیاته کړه، چې تراوسه کورنیو چارو وزارت هم ددې کړیو د مخنیوي په اړه کوم اقدام نه دی کړی.





