د محمد محقق د زامنو ترمنځ نښته؛ باقر محقق ووژل شو

د ملي يووالي حکومت د اجراييه رييس د دويم مرستيال محمد محقق د زامنو ترمنځ نښته شوې چې په پايله کې يې مشر زوی باقر محقق وژل شوی دی.

د محمد محقق له خپلوانو عصمت‌الله خنجري د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وايي، د محمد محق کشر زوی حسین چې رواني ناروغي لري نن سهار خپل ورور باقر محقق په ډزو وژلی دی او شپږ ساتونکي يې ټپيان کړي دي.

خنجري زياتوي، له نښتې وروسته ځانګړي ځواکونه سيمې ته تللي او پر حسين يې ډزې کړي چې نوموړی يې ټپي کړی او نيولی دی.

د نوموړي په وينا، حسين محقق يې روغتون ته لېږدولی دی.

امنيتي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام