هلمند مدني ټولنه: د ۵۰۵ م جنوبي زون قومندان په فساد کې ښکېل دی

د هلمند د مدني ټولنې ځينې غړي د ۵۰۵ م زون د نوي قومندان پر ګومارلو اندېښنه وښوده.

دوی وايي، چې دغه قومندان په فساد کې ښکېل دی او باید افغان حکومت د بل نوي قومندان پر ګومارلوغور وکړي.

دوی نن شنبه (اکټوبر ۱۷مه) د يوې خبري ناستې پرمهال د ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتنه وکړه، چې د امنيتي وضعيت د سمون په موخه باید د ۵۰۵ م جنوبي زون نوی قومندان عصمت الله دولتزايي دې ژر تر ژره له دندې ګوښه کړي.

یاده دې وي، چې عصمت الله دولتزايي تېره ورځ د ولسمشر له خوا د ۵۰۵م زون له پاره د نوي قومندان په صفت و ټاکل شو.

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمود همدرد نن د يوه رسنیز کنفرانس له لارې د ۵۰۵ زون له پاره د قومندان په ټاکلو د خواشيني څرګندولو ترڅنګ يې زياته کړه، چې یاد زون له پاره د دولتزايي ټاکل د ولسمشر له لوري يوه ناسمه پريکړه وه.

هغه قومندان دولتزايي په بې کفايتۍ تورنوي او اندېښنه ښيي، چې په اوسنيو شرایطو کې د ده ټاکل به جنوبي زون له ګڼو امنيتي ګواښونو سره مخ کړي.

د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي، په اختلاس تورن او له پخوا تجربه شوی شخص هيڅکله هم د امنیت راوستو جوګه نه شي کېدی.

دغه مدني فعالان وايي، چې باید د هلمند حالاتو له څېړلو وروسته وړ شخص يې پر ځای و ګومارل شي.

مدني فعال او لیکوال اغا محمد قریشي وايي، چې ولسمشر دې له خلکو سره په مشورې باید دغه پوست ته نوی شخص مقرر کړي.

بل لور ته د ولسمشر له لوري د ۵۰۵ جنوبي زون نوی ګومارل قومندان تورن جنرال عصمت الله دولتزايي سلام وطندار ته د مدني ټولنې ټول هغه خبرې ردوي، چې ګوندی دی په فساد او اختلاس کې لاس لري.

هغه وايي، چې که هر څوک پر ده د فساد او اختلاس په تړاو اسناد او شواهد لري، نو وړاندې دې کړي.

دولتزايي زیاتوي، تردې وړاندې چې هغه په هلمند کې د پولیسو د ۴۰۴ او ۷۰۷ م زون قومندان ټاکل شوی وو، نو تر کجکي ولسوالۍ پورې يواځې په موټر کې تګ را تګ کاوه.

د تورن جنرال عصمت الله په وينا، د هلمند اوسنی امنيتي وضعيت د زغملو وړ نه دی.

د نوموړي په خبره، د هلمند په ځانګړي ډول د خانشینه څخه تر کجکي پورې امنيتي وضعيت له پاره نور نوي پلانونه لري.

د ویلو ده، چې د روانې ميلادي میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ارګ له لوري رسنيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې وویل شو، چې ولسمشر د ۱۰۱ اسمایي زون قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي، د ۲۰۲شمشاد زون قوماندان مل پاسوال جوره بیک، د ۳۰۳سپین غر زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد، د ۴۰۴میوند زون قومانددان پاسوال معشوق احمد سېلاب، د ۶۰۶ زون قوماندان مل پاسوال حسن شاه، د ۷۰۷ پامیر زون قوماندان مل پاسوال میر امان الله ګذر او د ۸۰۸ کندز زون قوماندان لوی پاسوال شېر عزیز کامه وال د پولیسو د ساحوي زونونو قومندانانو سره وکتل او هغوی يې د خورا ښه وړتیا خاوندان یاد کړل، چې په دغو کې د ۵۰۵ هملند زون قومندان پاسوال عصمت الله دولتزايي هم شامل وو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام