نن (د مارچ ۱۸) یو ځل بیا د پاکستان په پنځو لویو ښارونو، فیصل آباد، راولپېنډۍ، میانوالي، اټک او لاهور کې ۹ تنه مجرمین په دار وځړول شول.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان په ډېسټرېک جهنګ زندان کې په سپین سهار کې دوه تنه هر یو غلام محمد او ذاکر حسین په دار راوځړېدل.
د راپورونو له مخې غلام محمد په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د نا معلوم علت پر اساس یو تن وژلی و او ذاکر حسین د کورنۍ دښمنۍ له امله یو تن قتل کړی و.
په همدې ورځ په اټک زندان کې اسد خان نومي کس د درېیو قتلونو پر سر په دار وځړول شو.
اسد خان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د یوې کورنۍ درې تنه قتل کړي وو. په ورته وخت کې د لاهور په لکهپت زندان کې د طاهر بشير په نامه یو کس چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې یې د سبزه زار سیمې اوسېدونکی ارشد علي وژلی و؛ په دار وځړول شو.
بل لورته د همدې هېواد د فیصل آباد په سنټرل جېل یا مرکزي زندان کې دوو مجرمینو ته په دار د ځړولو سزا ورکړل شوه.
شفاقت او علي محمد سعيد په ۱۹۹۸ میلادي کال کې دوو سکه وروڼه په قتل رسولي وو، خو د عرفان عرف شاني په نامه یو مجرم د ځېنو حقوقي ملحوظاتو له امله له ځړولو خوندي پاتې شو.
بلخوا د همدې هېواد د راولپېنډۍ ښار په ادیاله زندان کې شوکت او محمد شبير دوه نور زندانیان په دار وځړول شول.
په ورته وخت کې د میانوالي په زندان کې احمد نواز هم د یو قتل په کولو سره په دار راوځړېد.
احمد نواز په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د جاوېد په نامه یو تن په قتل رسولی و.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د دغه هېواد د بېلابېلو ښارونو په زندانونو کې ۱۲ تنه مجرمین په دار ځړول شوي وو.





