د کورنيو چارو وزیر نورالحق علومي وايي، چې د خپلواکۍ جشن نمانځلو له پاره په ټول هېواد په ځانګړي ډول کابل ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.
هغه د خپلواکۍ جشن نمانځل د افغانستان له پاره يو ښه مېراث وباله او زياته يې کړه، چې سږکال افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله پريکړه کړې، چې باید د خپلواکۍ جشن په شاندارو مراسمو ونمانځل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د جشن نمانځلو په موخه یو ځانګړې امنيتي قطعه هم جوړه شوې.
د کورنيو چارو وزیر وویل، چې د لومړي ځل له پاره به سبا (سپټمبر ۱۹ مه ) وروسته له څو کلونو په سلګونه افغان امنيتي ځواکونه په مډالونو او ستاینلیکونو وستایل شي.
نورالحق علومي نن سه شنبه (سپټمبر۱۸ مه) په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې طالب او داعش وسله والې ډلې د افغانستان د ملي ګټو له پاره د یو جدي ګواښ په توګه پېژندل کيږي.
هغه وسله والو مخالفینو ته خبرداری ورکړ، چې د تخطي په صورت کې به د افغان امنيتي ځواکونو له پولادي ځواب سره به مخ شي.
سبا چهارشنبه، چې د اګست له ۱۹ مې نيټې سره سمون خوري د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو ۹۶ يمه کليزه به د کابل په ګډون په ځينو ولايتونو کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
یاده دې وي، چې د ۱۲۹۸م لمریز کال د زمري په ۲۸مه چې د ۱۹۱۹ میلادي کال سره برابريږي د د وخت واکمن شاه غازي امان الله خان له انګریزي دولت څخه خپلواکي واخیسته او اعلان يې وکړ، چې له دې وروسته به افغانستان په خپلو ټولو چارو کې په خپلواکه توګه عمل کوي، چې له هماغه وخت راهيسې دغه ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د ورځې په توګه هر کال په دولتي او ولسي کچه نمانځل کيږي.





