د افغانستان بانک: افغانۍ په ښه موقف کې ده

د افغانستان مرکزي بانک چارواکي وايي، کوم زیانونه چې اوس د افغانیو او نورو اسعارو پر وړاندې راپيدا شوي؛ دا د افغانستان د مرکزي بانک پیسو پورې اړه نه لري.

د افغانستان د مرکزي بانک رییس خلیل صدیق نن (یکشنبې) په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې په نړیواله کچه د ډالرو قیمت لوړ شوی دی.

د صدیق پر وینا، ډالر په تېرو ۲ کلنو کې ډېر لوړ تللی او علت یې هم په امریکا کې د کاري موکو پیدا کېدل دي، په خبره یې پخوا په امریکا کې ۷ سلنه وګړي بېکاره وو، خو اوس ۵ سلنه وګړي بېکاره دي، چې دا مستقیماً په نورو اسعارو اغېز لرلی شي.

ده د بېلګې په توګه د څو اسعارو د پرېوتلو کېدلو نومونه واخیستل او ویې ویل، چې په نړیوال بازار کې یې د ډالرو پر وړاندې ارزښت راټیټ شوی دی.

صدیق همداراز زیاته کړه، چې افغانۍ ۲۱ سلنه، اسټرلېنګ پاونډ ۷،۳ سلنه، ترکي لېره ۲۱ سلنه، ترکمنستانی منات ۲۲،۵ سلنه او د تاجکستان سوماني ۴۵ سلنه د ډالرو په مقابل کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

ده په ټینګار سره وویل، چې د افغانستان اوسني اقتصادي حالت ته په کتو سره ویلی شو، چې افغانۍ اوس هم د منات، سوماني او نورو اسعارو په پرتله په ښه موقف کې ده، خو نن په کابل ښار کې یو ډالر د ۶۹ افغانیو او ۲۰ پولو په مقابل کې تبادله کېدلو.

د افغانستان مرکزي بانک مشر وايي، دوی د افغانۍ د ثبات له پاره د روان کال له جدي میاشتې نه تراوسه پورې ۳ سوه میلیونه ډالر بازار ته عرضه کړې دي او په پام کې لري، چې د حوت میاشتې تر پایه پورې د افغانیو د ثبات له پاره له ۲۰۰ تر ۳۰۰ میلیونو ډالرو پورې بازار ته عرضه کړي.

صدیق په ورته وخت کې په اقتصادي اوضاع کې د بدلون له پاره د سولې خبرې اترې یو ښه فال ګڼي او وايي، که سږ کال د سولې خبرې بریالۍ شي او اوسنی اقتصادي پلانونه عملي شي؛ شونې ده، چې په راتلونکي کال کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ اوسنی وضعیت د اوس پر پرتله ښه شي.

د افغانستان بانک چارواکي وایي، د افغانۍ د ارزښت کمېدل به، په هېواد کې د مالي بحران رامنځته ته نه کړي، ځکه چې افغانۍ پیاوړې مالي بنسټ لري.

سره له دې چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته؛ بیکارۍ او اقتصادي ستونزو د خلکو اندېښنې راوپارولې؛ خوافغانستان بانک وايي، اوسنی مالي وضعیت د موادو پر بیو ناوړه اغېز نه دی کړی.

د کارپوهانو په نظر، په ښه توګه د عوایدو راټولول، پراختیايي پروژې پلی کول، تولیداتو او محصولاتو ته عملي پروګرامونه تنظیمول او داسې نور اقدامات هغه څه دي، چې د هېواد اقتصاد ي وده ګړندۍ کولی شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام