نن په سلګونه لاریونوال د کابل د وزیر اکبر خان د خونړۍ پېښې په تړاو د امنیتي مسوولانو د بېکفایتۍ په غبرګون کې راټول شويوو او غوښتل یې چې ځان زنبق څلور لارې ته ورسوي؛ خو امنیتي ځواکونه هڅه کوله، چې د امنیتي ننګونو د مخنیوي په پار د لاریون مخه ونیسي.
لومړني معلومات ښيي، چې لاریونوالو غوښتل د موټر بم چاودنې ځای او په هغه پسې ځان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي، چې د لومړي کمربند په ماتولو سره یې د پولیسو لوري په هوايي ډزو مخنیو شویدی.
یو لاریونوال اثار حکیمي وویل، چې تراوسه پهدې پېښه کې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار په ګډون ۶ تنه وژل شوي او له ۱۰ زیات ټپيان شويدي.
ویل کېږي، لاریونوالو پر امنیتي پولیسو د ډبرو وارونه کړي، چې په مقابل کې یې پولیسو هوايي ډزې کړي او یاده مرګ و ژوبله اوښتې ده.
تر دا مهاله کوم امنیتي سرچینې د پېښې د تلفاتو اړه څه نهدي ویلي.
لاریونوالو په خپلو شعارونو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایوي رییس د استعفاوو غوښتنه کوي.
دوی د اوسني حکومت د ړنګولو غوښتنه کوله او زنبق څلور لارې ته نږدې یې د سړک په منځ کې خېمه ووهله.
د چهارشنبې پر ورځ د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې د روشن مخابراتي شبکې، یک ټلوېزیون او جرمني سفارت ته نږدې یو موټر بم چاودنه وشوه، چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول او نږدې ۶۰۰ تنه پهکې ټپيان شول. حکومت ادعا کړېده، چې دا پېښه د حقاني شبکې له لورې شوېده.
ولسمشر غني د پنجشنبې پر ورځ د حقاني شبکې د ۱۱ تنو بندیانو د اعدام حکم توشیح کړ. ویل کېږي، چې پهدې کسانو کې د حقاني د زوی انس حقاني نوم نهشته.





