د نورستان ولایتي شورا: که هوايي ځواک مرسته ونه کړي پولیس به ووژل شي

د نورستان ولایت امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه د وسله والو طالبانو د پراخه برید وروسته وانټ وایګل ولسوالي د دوي له ولکې وتلې ده.

ددې ولایت امنیه قوماندانۍ مسول خلیل الله ضیایي سلام وطندار ته وویل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته پر دې ولسوالۍ بیا ځلي برید وکړ، چې تر درنې نښتې وروسته دغه ولسوالي د وسله والو طالبانو لاسته ورغله.

تېره ورځ راپورنه خپاره شول، چې له ۸۰۰ سوه زیاتو وسله والو په دې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د نورستان د ولایتي شورا پخوانی رییس قاضي عنایت الله مذهبیار سلام وطندار ته وویل، چې په دې نښته کې نږدې ۵۰ تنه پولیس وژل شوي دي.

بله خوا د نورستان ولایتي شورا اوسنی رییس انجینیر سعدالله سلام وطندار ته وویل، چې د وانټ وایګل په ولسوالۍ کې میشت پولیس د طالبانو له خوا نیول شوي دي او برخلیک یې ناڅرګند دی.

سعدالله زیاتوي چې که حکومت په هوايي برید لاس پورې نه کړي ښايي، چې دغه پولیس به ټول ووژل شي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو هم ادعا کړې چې په جګړه کې یې د حکومت زیات شمېر سرتیري وژلي دي، خو طالبانو د پولیسو د ژوندي نیولو په اړه کوم خبر نه دی ورکړی.

وانټ وایګل ولسوالي داسې مهال د طالبانو لاسته لویږي، چې همدا تېره ورځ ناوخته ځايي امنيتي چارواکو خبر ورکړ، چې د شاوخوا ۸۰۰ وسله والو طالبانو برید یې په شا وتمبولو.

د تېرې ورځې خبر: امنیتي ځواکونو پر وانټ وایګل ولسوالۍ ۸۰۰ کسیز وسله وال برید په شا وتمبولو

د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د چټک غبرګون قطعې قومندان الله داد سلام وطندار ته وویل، چې په دې نښته کې د عبدالرحیم او اسحاق په نامه دوو وسله والو قومندانانو په ګډون ۸ کسه  وژل شوي دي  او ۲ تنه نور یې په هوايي ډزو کې ټپیان شوي دي.

د نورستان ولایت د وانټ وایګل ولسوال رحمت الله سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چی اوس نښته درېدلې ده او وسله وال له سیمې نه په شا تمبول شوي دي.

ولسوال وویل، چې په دې جګړه کې دولتي ځواکونو ته کوم تلفات نه دي اوښتي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکې او د نورستان ولایتې شورا پخوانی رییس قاضې عنایت الله مذهبیار سلام وطندار ته وویل، د هوایې بریدونو سره جکړه یو څه درېدلې وه، خو اوس چې د افغان ځواکونو کومکې قطعې سیمې ته رسېدلي؛ جکړه بیا زور اخیستی دی.

که څه هم نوموړي وویل، چې دزوسلوالو د دې جګړې مشري د نورستان لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي حشمت الله کوي، خو تر اوسه دا خبره کومې رسمي سرچېنې نه ده تاید کړي.

وسله والو طالبانو په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ادعا کړې چې په دې جګړه کې یې زیات شمېر امینتي سرتیري وژلي او ډير جنګي مهمات یې ترلاسه کړي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام