.jpg)
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، چې د دغه ولایت د استیناف محکمې د رییس په موټر چاودنه شوې ده.
ده وویل، چې چاودنه نن (یک شنبه) ګهیځ شاوخوا ۹ بجې په بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.
صالح زیاته کړه، چې په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او اته تنه نور ټپیان دي.
د دوی د معلوماتو له مخې په ټپیانو کې د لوګر د محکمې رییس قاضي حقیق الرحمان حقمل، د ښاري محکمې رییس عبدالباسط یوسفي، د محکمې د جزا رییس قاضي محمد عمر او څلور ولسي خلک شامل دي.
د لوګر د والي ویاند وايي، چې د درې قاضیانو او یو ولسي وګړي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
تراوسه پورې هیڅ وسله والې ډلې د دې چاودنې مسولیت نه دی منلی.
.jpg)





