م. م عالي کمېشنري: سږکال شاوخوا یو میليون افغانان له هېواده وتلي

په افغانستان کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر وايي، چې سږ کال له افغانستانه شاوخوا ۱ ميليون افغانان کډوال شوي دي.

د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رییسه مایا نن سه شنبه (ډسمبر ۹مه) د "کډوالۍ په اړه د ستونزو او اسانتياوو کډ تخصص فکر" تر عنوان لاندې لومړنۍ ناسته کې وویل، چې دم ګړۍ د نړۍ په کچه له سوريې وروسته افغانستان دویم هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات کډوال لري.

مېرمن مایا دخپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه، چې په راتلونکي باور نه درلودل، سیاسي کړکېچ او غربت هغه عمده لاملونه دي، چې افغانان يې کډوالۍ ته مجبور کړي دي.

په همدې حال کې د کډوالو چارو وزیر سېد عالمي بلخي وویل، نږدې ۳۰۰ زره هغه افغان کډوال چې هېواد یې پرېښی و، بېرته راستانه شوي دي.

بلخي زیاته کړه، چې له افغانستانه د اروپايي هېوادونو په لور نږدې ۱۵۰ زره افغانان کډوال شوي، چې ولسمشر په خپل وروستي سفر کې د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره په دې اړه خبرې کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیرزیاتوي، چې اوسمهال د کډوالو د ستونزو پر طرحې کار روان دی.

د هغه په خبره دغه طرحه به ۵۵۳ ميلیونه ډالره لګښت ولري او تر اوسه د نړۍ بېلابېل هېوادونه د دغو پېسو د نيمې برخې د ورکړې ژمنه کړې.

د هغه په وینا، له ۳۰۰ زرو زیات هغه کډوال، چې هېواد يې پرې ايښي و اوس بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال مارک باودن وايي، چې له تېرې يوې لسیزې راهیسې ۵،۷ ميليونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د هغه راپورنو له مخکې چې له افغانستانه د کډوالۍ په اړه خپاره شوي وو، په کې ويل شوي دي چې په روان کال کې یواځې ۱۴۶ زره افغانان اروپاي هېوادونو ته کډه شوي چې ۸۰ سلنه یې په المان کې ځای پر ځای شوي چې المان ددې شمېرې ۴۳ سلنې ته د قبولۍ اسناد ورکړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام