
د غزني ولايت سيمهييز مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز اړوند «ارزو» کلي کې يو پوليس له تندې مړ شوی دی.
د ياد ولايت د ولايتي شورا مرستيال امانالله کامراني وايي، له څو اوونيو راهيسې د مرکز اړوند «ارزو» کلي د پوليسو يوه امنيتي پوسته د طالبانو له لوري کلابنده شوې او هغه ځای ته د خوراکي توکيو لېږد ناشونی دی.
د نوموړي په وينا، ياده پوسته کې يوه سرتېري له تندې ساه ورکړې او څلور نور ملګري يې چې اوبو پسې له سنګرونو دباندې وتلي وو، طالبانو نيولي دي.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د يادې پوستې ۶ سرتېري د اوبو او د خوراکي توکيو د نشتوالي له کبله اړ شوي چې طالبانو ته تسليم شي.
د دوی په وينا، ۳ سرتېري له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي هم دي.
د ملي اردو د درېيمې لوا وياند علي شکاري ارزو کلي کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته تاييدوي او زياتوي چې په دې نښته کې ۶ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
د ياد ولايت د ولايتي شورا مرستيال د غزني سيمهييز مسوولان په بېغورۍ تورنوي او وايي چې ياد ولايت د سقوط په درشل کې دی.





