د امنیتي ځواکونو په لیکو کې بچه‌بازي؛ کورنیو چارو وزارت: کم‌عمره کسان نه ګومارل کېږي

له هغه وروسته چې د امریکا د بهرنیو چار وزارت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې له ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې او بچه‌بازۍ او انساني قاچاق په اړه راپور خپور کړ، کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د کم‌عمره کسانو د ګومارل کېدو مخه نیول کېږي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور یې لوستی او د تېرو اصلاحاتو په دوام یې په دې برخه کې عملي اقدامات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه وزارت د کم‌عمره کسانو د ګومارلو د مخنیوي لپاره «د کورني امنیت ریاست» په نوم اداره جوړه کړې چې د پولیسو د چلند ډول او د ماشومانو د ګومارل کېدو موضوع په جدي توګه څاري.

وزارت ویلي چې د پولیسو د هویت او نورو ځانګړنو د پېژندنې لپاره یې د «اپس» سېسټم جوړ کړی چې له ۱۸ کلونو د کم‌عمره کسانو د ګومارل کېدو مخه نیسي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د دغه وزارت ۸۰ سلنه کارکوونکي په یاد سېسټم کې ثبت شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د ملي پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو پروسه په جدي توګه روانه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه په خپل راپور کې ویلي چې «د ملي اردو، ملي پولیسو او د محلي پولیسو د مسوولانو د بچه‌بازۍ په اړه دوامداره راپورونه شته، خو په افغانستان کې هېڅکله کوم افسر د بچه‌بازۍ له کبله تر څار لاندې نه دی نیول شوی.»

په دغه راپور کې لیکل شوي چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست تل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې کم‌عمره کسان یې د سرتېري په توګه نه دی ګومارلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه راپور د جوړولو پر مهال یې په دولتي ادارو کې د بچه‌بازۍ څو خبرونه او د سرتېري په توګه یې له ۱۸ کلونو د کم‌عمره کسانو د ګومارل کېدو موضوع ثبت کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام