یوې مېرمنې د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه په خيرو کاريز سيمه کې یو غلچکی بریدګر وژلی دی.
ښځې هغه وخت پر بریدګر ډزې وکړې، چې د ده خاوند یې د لمانځه پر مهال ټپي کړو.
د اروزګان د امنيي قومندانۍ د امنيت امر سمونوال رحيم الله نن چهارشنبه د (سپټمبر په ۱۶مه) سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه د ماښام د لمانځه پر مهال يو غلچکي بريدګر د عبدالغني په نوم پر یو تن قومي مشر او مخور ډزې کړي او هغه یې ټپی کړی دی.
د امر په خبره، په دې غلچکي برید کې عبدالغني ټپي شوی، خو بریدګر د هغه د زوى او نورو لمونځ کوونکو له خوا په ډبرو سره ټپي شوی او نیولی دی.
داروزګان د امنیت د امر پر وینا، وروسته د عبدالغني مېرمنې پر بريدګر ډزې کړي او هغه یې وژلى دى.
دا لومړی ځل دی، چې یوه مېرمن د خپل خاوند بریدګر په مخامخ ډزو وژني.
وسله والو او یا کومې بلې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





