
داعش وسلهوالو د جوزجان په قوشتپې ولسوالۍ کې د سره صلیب ۶ تنه کارکوونکي وژلي دي.
دا پېښه تقریباً څو ساعته مخکې قوشتپې ولسوالۍ د ترکمنقدقِ سیمې په لویدیځه برخه کې شوې ده.
د جوزجان ولایت د امنیت امر عبدالحفظ خاشع د دې مطلب په څرګندولو سره ویلي دي، چې په دې برخه کې څېړنې پیل شوي او د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

د جوزجان ولایتي شورا غړې حلیمه صدف وايي، د سره صلیب مامورین په سیمه کې د سروې پرمهال په موټر سایکل سپرو ناپېژندو وسله والو له خوا کلابند شوي او بیا په ګولیو ویشتل شوي دي.
د سیمه ییزو پولیسو قوماندان حفیظ الله وايي، داعش او طالب وسله وال د پېښې مسوولیت په یو او بل وراړوي، خو شواهد ښيي، چې د پېښې عاملین داعش وسله وال دي.
په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، د پېښې سیمه د طالب او داعش وسله والو تر کنترول لاندې ده او له همدې امله د قومي مشرانو په منځګړیتوب هڅه کوي، چې د وژل شویو کسانو جسدونه مرکز ته ولېږدوي.





