عبدالباري جهاني: د لرغونو اثارو بېارغولو له پاره بودیجه نه لرو

د اطلاعاتو او وکلتور وزیر عبدالباري جهاني هرات ولایت ته تللی و او هلته یې په خبري غونډه کې ویلي دي، چې دغه وزارت د نورو وزارتونو په پرتله کمه بودیجه لري.

جهاني زیاتوي، چې دغه وزارت ته په واک کې ورکړل شوې بودیجې کمه ده او په دې سره نه شي کولی د لرغونو اثارو د له منځه تلو مخنیوی وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، چې د دغه وزارت کلنۍ بودیجه له ۱۶ تر ۱۸ میلیونو افغانیو کیږي او زیاته یې کړه، چې دغه بودیجه د زده کړیزو سیمینارو له پاره هم بسنه نه کوي.

جهاني هرات ولایت کې د لرغونو اثارو د له منځه تللو په اړه وویل، چې دی به د هرات ولایت تاریخي لرغونو ودانیو او اثارو د ناسم حالت په اړه وزیرانو شورا کې خپل راپور وړاندې کړي.

د سیمه ییزو چارواکو په خبره، په هرات ولایت کې له ۸سوو زیات لرغوني اثار او ودانۍ موجودې دي، چې ځېنې یې د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.

د هرات زیات شمېر لرغوني اثار د تیموریانو د وخت دي او شاوخوا ۴سووه کلونه کیږي، چې پر ځای پاتې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام