
اجرایويي رېیس ډاکټر عبدالله عبدالله د نشه يي توکو پرضد د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت رسنیو ته په انځوریز پيغام کې ویلي، چې د ملي یووالي حکومت له دې ښکارندې سره مبارزې ته د خپل د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.
د عبدالله پرخبره، په دې ورځ افغان حکومت هم د نشه يي توکو پرضد د مبارزې پروګرامونه ارزوي.
په دې اړه د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي بیا له دوه کلنو راپدې خوا د کوکنارو کښت د ۱۹ سلنې کموالي خبر ورکوي.
د جون ۲۶ مه د نشه يي توکو پرضد د مبارزې نړیواله ورځ ده، چې دا ورځ په زیاتو هېوادونو کې نمانځل کيږي او د نشه يي توکو پیر، پلور، کښت او قاچاق پر مخنیوي ټينګار کيږي.
د راپورونو له مخې افغانستان لاهم د هغو هېوادونو په لومړۍ کرښه کې راځي، چې ډير کوکنار تولیدوي، خو اجرایوي رېیس عبدالله عبدالله وايي چې نشه يي توکي یوه نړیواله ستونزه ده او ددې ښکارندې پرضد مبارزه کې د نړیوالو همکارۍ ته اړتیا شته.
اجرایه رېیس زیاتوي، چې د نشه يي توکو قاچاق او تولید ترڅنګ په هېواد کې په نشه يي توکو د سلګونه زره ځوانانو روږدي کېدل بله ستونزه ده، چې حکومت ددې له پاره ځینې کړنلارې ترلاس لاندې لري.
عبدالله له هېوادوالو غواړي، چې د اسلامي او انساني ژمنې پربنسټ د کوکنارو له کښت، تولید او نشه يي توکو قاچاق څخه مخنیوی وکړي.
په دې اړه د نشه يي توکو پرضد مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې د ملي یووالي حکومت د کار له پيل تراوسه په هېواد کې ۱۹ سلنه د نشه يي توکو کښت کم شوی دی.

د نشه يي توکو پرضد مباررزې وزارت ویاند حنیف دانشیار وايي، چې هرکال په افغانستان کې د نشه يي توکو څخه ۷۰ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کیږي، چې ددغو پيسو زیاته برخه یې بهرنیو هېوادونو ته ځي.
نوموړي زیاته کړه، چې شاوخوا ۶۸ میلیارده ډالره یې له هېواده بهرنیو هېوادونو ته ځي او یو نیم میلیارد یې بیا په هېواد کې بیلابیلو برخو، د دولت وسله وال مخالفین، بزګران، کورني قاچاقبرو او نورو ته، چې د نشه يي توکو نړیوالې شبکې سره تړلي دي ورسیږي.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پرضد معنیت ویاند مهدي کاظمي وايي، چې تیر کال یې ۳۱۵ کسان د نشه يي توکو په تور نیولي دي.
د نشه يي توکو پرضد مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې په ټول هېواد کې په نشه یي توکو ۳ میلیونه کسان روږدې دي، چې له دې ډلې ۸۰۰ زره یې ښځې دي او یو میلیون نور له ۱۸ کلنو کم عمره کسان دي.





