د ۷ یرغمل شویو مسافرو نه د سرونو غوڅولو په غبرګون څو ولایتونو کې لاریون وشو

په زرګونه اعتراض کوونکو تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لوري د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷ تنو د سرونو غوڅولو او د حکومت نه پاملرنې په اعتراض د کابل ښار سرکونو ته راوتي وو، چې دویمه ورځ یې په ننګرهار، زابل، هرات، بلخ، کندوز، جوزجان او دایکندي ولایتونو کې ولسي خلکو پراخ لاریونونه وکړل.

دوی تېره ورځ (چهارشنبه، نومبر ۱۱مه) په کابل ښار کې د "مزاري مصلی"څخه په اعتراض پېل وکړ او د څو ساعتونو له پاره يې د ارګ ترڅنګ شعارونه ورکول.

دوی حکومت په بې پروايې تورن کړل او و يې ویل، چې ارګ له طالبانو ملاتړ کوي.

د بلخ لاریون کوونکي: که بې وسه یۍ استعفا وکړئ

په بلخ ولایت کې سلګونو تنو لاریون کوونکو په زابل کې د وسله والو طالبانو له خوا د ۷ تنو مسافرو سرونو غوڅولو او د حکومت نه پاملرنې په اعتراض وویل، که ولسمشر او اجرایه رییس بې وسه دي او د ولسي خلکو او لویو لارو امنیت نه شي خوندي کولی له افغانانو دې بښنه وغواړي او استعفا دې وکړي.

دغو لاریون کوونکو د اجرایه ریاست دویم مرستیال محقق د وړمې شپې خبرو په اړه "مرګ په محقق" شعارونه ورکړل او د نوموړي د خبرو په غبرګون کې وویل، چې دوی نه "اوباش" دي او نه وزګاره بلکې له حکومت نه د امنیت ټینګښت غوښتنه کوي.

د بلخ ولایتي شورا ځېنو غړو په دې لاریون کې برخه درلوده له حکومت څخه وغوښتل، چې د خلکو غوښتنو ته دې پاملرنه وکړي او د بې ګناه خلکو وینې دې له پامه نه غورځوي.

لاریون کوونکو خبرداری ورکړ، که حکومت یې غوښتنې ونه مني لاریون ته به دوام ورکړي.

هرات، بې کفایته حکومت د زغم وړ نه دی

د هرات خلکو د "طالب او داعش" پر ضد شعارونه ورکړل او رهبرانو ته خبرداری ورکړ، چې ولسونه نور د دوی د بې کفایتۍ زغم نه لري.

دوی د ملي یووالي له حکومت نه وغوښتل، چې د افغانستان دښمنانو پر وړاندې له مصلحتي سیاست څخه تېر شي.

د هرات مدني فعاله ګلثوم صدیق وايي، چې "خلک نور ستړي شوي دي، حکومت دې واورې او پوه دې شي،چې خلک نور زغم نه لري".

ننګرهار، زه هزاره پښتون یم

ننګرهار مېشتو د زابل پېښې او د حکومت مشرانو نه پاملرنې په اعتراص "مرګ په طالب او داعش، زه هزاره پښتون یم" شعارونه ورکړل.

کندوز، طالبان به خپلې هیلې ګور ته یوسي

د دغه ولایت اوسېدونکو په یوې خبري غونډه کې وویل، چې وسله وال طالبان په بې رحمانه ډول ولسي خلک وژني او په دې هڅه کې دي، چې د قومونو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي.

دوی زیاته کړه، چې طالبان به خپلې دغه هیلې ګور ته یوسي.

د کندوز سرپرست حمد الله دانشي وايي، چې د ۷ تنو بې ګناه افغانانو سرونو غوڅول لوی جنایت دی.

جوزجان، د حکومت نه پاملرنې پایله خطرناکه ده

د جوزجان ولایت اوسېدونکو د زابل قربانیانو انځورنو په لېږدولو د حکومت نه پاملرنې، داعش او طالب ضد شعارونه ورکړل.

دغو لاریون کوونکو د ۷ مسافرو نه سرونو غوڅولو د قاتلینو په نیولو ټینګار وکړ او زیاته کړه، چې په دې برخه کې د حکومت نه پاملرنه به خطرناکه پایله ولري.

پروان، حاضر یو چې سنګر ته لاړ شو

د پروان ولایت سیمه ییزو چارواکو په یوې خبري غونډه کې په زابل کې د ۷ تنو مسافرو نه د سرونو غوڅولو په اعتراض وویل، چمتو یو چې د امنیتي ځواکونو سره په ګډه سنګر ته لاړ شو.

دوی دغه وحشیانه عمل په کلکه محکوم کړ.

دایکندي، حکومت د خلکو امنیت ټینګښت مسول دی

د دغه ولایت خلکو د جاغوري مسافرو په اړه د حکومت نه پاملرنې او د طالبانو له لوري د دوی سرونو غوڅولو په اړه خپل اعتراض څرکند کړ.

دوی له حکومت څخه د افغانانو قاتلینو په اړه د روښانه دریځ غوښتنه وکړه.

دغو لاریون کوونکو "حکومته شرم در ته په کار دی او حکومت د خلکو امنیت ټینګښت مسول دی" شعارونه ورکړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام