حکومت په ۱۰ میاشتو کې ۹۹ میليارډه افغانۍ له عوايدو ترلاسه کړي

د ماليې وزیر اکليل حکيمي وايي، چې په تېرو لسو میاشتو کې يې د حکومت له کورنیو عوايدو يې ۹۹ میليارډه افغانۍ تر لاسه کړي.

اکلیل حکيمي، چې د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته ور بلل شوی و وکيلانو ته وویل، چې اوسمهال د افغانستان په بودیجه کې " کسر" له منځه تللی.

هرکله، چې دولت د خپل عاید څخه زیات لګښت ولري او پر عایداتو او لګښتونو باندې سم کنټرول ونه لري، نو د بوديجوي کسر سره مخ کيږي.

مخکې له دې، چې نوی حکومت په کار پېل وکړي، نو افغانستان د څو میليونو افغانيو بوديجوي کسر له ناورین سره مخ شو، چې اوس دغه مسله حل شوې ده.

د مالیې وزیر زیاته کړه، شونې ده چې په راتلونکو دوو میاشتو کې عواید ۱۰۰ ملیاردو ته پورته شي اوپه راتلونکو دوو اونیو کې به ملي بودیجه هم د افغانستان ملي شورا ته معرفي کړي.

هغه دا هم وویل، افغان حکومت هغه موخې ته رسیدلې، چې د پیسو نړېوال صندوق، د کورنیو عوایدو په اړه  ورته ټاکلی و.

د یاد هدف د پوره کولو وروسته باید دغه صندوق د ژمنې سره سم  ۷۵ میلیونه ډالر افغانستان ته ورکړي.

دغه راز د مالیې وزیر زیاته کړه، چې ډیرو بهرنیوهیوادونو هم د افغانستان له بودیجې سره د مرستې ژمنې کړې دي.

اکلیل حکيمي وویل، چې په راتلونکو څومیاشتو کې به د نړۍ یوشمیرهېوادونه د ناټو د غړیوهیوادونو په ګډون یوه غونډه جوړه شي او د درېیوکلونو له پاره به د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړاو مرستې په اړه په کې بحث وشي.

د نوموړي په وينا، له دې ناستې دوې میاشتې وروسته به د افغانستان د ملي بوديجې د درې کلن ملاتړ له پاره به بله نړېواله ناسته هم وشي.

د هغه په خبره، تر اوسه ۶۰ سلنه عادي بوديجه لګول شوې او ټاکل شوې، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې دغه کچه ۹۵ یا ۱۰۰ سلنې ته پورته شي.

ده زیاته کړه، په تیرو څوکلونو کې دا لومړی ځل دی، چې  چی اختیاري بودیجه ترغیراختیاري بودیجې ډیره لګول شوې.

په همدې حال کې ځينو وکيلانو د اکلیل حکيمي خبرې د قناعت وړ وبللې، خو د ځينو نورو له نيوکو سره مخ شو.

دغه وکيلان وايي، چې اوس هم د ماليې وزارت پورې اړوندو ادارو کې پراخ فساد شتون لري.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وویل، چې باید د خلکو څخه د ماليې پر اخیستلو سیسټم کار وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ماليې وزارت له لوري پر مخابراتي کمپنيو ۱۰ سلنه ماليه لګول شوې وه، چې د ولسي جرګې د غړو له خوا په اکثریتو رايو رد شو، خو اوس هم د کریډت کار اضافه کولو وروسته په سلو کې لس سلنه په اوتومات ډول ګرځول کيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام