
نن شنبې ماسپښين څه کم ۲ بجې د کابل ښار د دهمزنګ په څلور لارې کې د جنش روشنايي پر لاریونوالو باندې چې غوښتل یې ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د بامیانو له لارې تېره شي؛ دوې چاودنې وشوې.
د سیمې یو عیني شاهد سلام وطندار ته وویل، چې له چاودونو وروسته ډزې هم اورېدل شوې دي.
تر اوسه د مړو او ټپیانو په اړه کره معلومات نه شته، خو ویل کېږي، چې ټپيان د سیمې نږدې روغتون استقلال ته انتقالېږي.
د سیمې شاوخوا ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.
افغان امنیتي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
دغه لارویون د کابل له مختلفو سیمو، خو په ځانګړي ډول د شهید مزاري له لارې پیل شو او د دهمزنګ په څلور لارې کې پای ته ورسېد. لاریونوالو له حکومته غوښتل، چې د ۵۰۰ کلیوولټه برېښنا مسیر ته بدلون ورکړي.
امنیتي چارواکیو تېره شپه د چاودنو او ناامنیو په اړه خبرداری ورکړی و، چې د لاریونونو مخنیوی دې وشي.
تر دامهاله کومې وسله والې ډلې د پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.





